تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اندړو ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد و نقیض رپوټونه
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض رپوټونو ترلاسه شوي دي.
د ولایتی شورا غړي نصیراحمد فقیري بي بي سي ته وویل، طالبان د بکشنبې پر ورځ شاوخوا دوه نیمې بجې د اندړو ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاده ولسوالي یې نیولې او حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد یکشنبه ماسخوتن ناوخته بي بي سي ته وویل، د ولسوالۍ د سقوط ادعاوې ردوي.
نوموړي ومنله چې په اندړو کې سخت جګړه روانه ده او دوی تازمه ځواکونه هم سیمې ته ور لېږلي دي.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه چې دوی په سیمه کې د وروستي وضعیت په اړه مالومات راټولوي.
خو د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وایي، د طالبانو تر رسېدو وړاندې دولتي کارکونکی، د اندړو ولسوال، امنیه قوماندان او نور پرسونل يي له دې ولسوالۍ څخه د ملی اردو یو کمپ ته رسول شوي وو.
ښاغلي فقیري وویل، د ولسوالۍ پرسونل له کومې نښتي پرته لېږدول شوی.
داندړ ولسوالي له څو میاشتو را په دې خوا طالبانو کلابنده کړې وه.
ځایي خلک وایي، سیمې ته پر ورتلونکو تازه امنیتي ځواکونو باندې د لارې په اوږدو کې څو ځایه بریدونه شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د اندړو ولسوالۍ په ودانۍ هم د طالبانو بیرغونه لیدل کیږی.
دوه ورځي وړاندې دغې ولسوالۍ ته افغان کمانډو ځواکونه وررسیدلي وو.
ویل کېږي چې همدې ځواکونو د ولسوالۍ پرسونل هم له سیمې ایستلی او خوندي ځای ته یې لېږدولی.
بله خوا له فراه ولایته رپوټونه وايي، د یکشنبې پر شپه په پشت رود ولسوالۍ کې پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو برید کې لږ تر لږه ۱۷افغان پوځیان وژل شوي دي.
د پشت رود ولسوال غوث الدین نورزي بي بي سي ته ویلي، چې ۱۲ نور پوځیان طالبانو ژوندي نیولي دي.
سیمه ییزو چارواکو منلې، چې وسله والو د پوستې ټول مهمات هم وړي دي.
پشت رود د فراه مرکز ته نژدې پرته سیمه ده.
طالبان تر دې وړاندې هم دوه ځله توانېدلي چې د فراه ولایت مرکز د لنډې مودې لپاره ونیسي.