تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د غزني جګړه د سولې خبرو کې د ډېر امتیاز غوښتو لپاره وه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر غزني د وسلوالو طالبانو برید په سوله کې د امتیاز ترلاسولو لپاره بولي.
ولسمشر غني د جمعې په ورځ په غزني کې د امنیتي او ولسي چارواکو او ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال دا خبره وکړه.
طالبانو د اګسټ پر لسمه نېټه پر غزني ښار برید وکړ او تر چهارشنبې ورځ د دوی او حکومتي ځواکونو ترمنځ د ښار ځینې برخو او څنډو کې جګړه روانه وه.
د افغان سرې میاشتې ادارې پرون هم بي بي سي ته وویل، چې تراوسه د دې جګړه د مړو جسدونه ټولوي.
د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز غږ
اشرف غني خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز غږ وکړ چې ولې طالبان د دغه هېواد روغتونونو کې درملېږي.
هغه وویل، جنرال باجوه ور سره لیک لیکلی و:
"جنرال صیب باجوه موږ سره دې لیک امضا کړ، بیا بیا دې ویل چې ټاکنې خلاصې شي توجو به وکړم. د اسفندیار ولي او د نورو خبریالانو د سلیم شا ځواب را کړه. کوم ځای نه راغلل ولې ستاسو روغتونونو کې درملېږي."
د غزني له جګړې وروسته د پاکستان د سنا پخواني غړي او پښتون سیاستول افراسیاب خټک یوه ټوېټ کې ویلي و چې د غزني د جګړې مړي پاکستان ته وړل شوي دي.
د جګړې په دغه بهیر کې پر حکومتي ودانیو سربېره ولسي شتمني هم زیانمنه شوه او همدارنګه د غزني د اوبو سیستم وران او ځینې تاریخي اثار هم زیانمن شول.
افغان ولسمشر نن د غزني خلکو سره خبرو کې ژمنه وکړه چې د غزني بیارغونې ته به شل میلیون ډالر ځانګړي کړي.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې بالاحصار بیا رغول کېږي، د اوبو شبکې رغول دي.
امتیاز غوښتل
ولسمشر غني وویل، چې پر غزني ښار یې د طالبانو وروستی برید د امتیاز غوښتلو باله، زیاته کړه چې د امتیاز غوښتلو لپاره لپاره وینه تویل سم کار نه دی.
"دا وینه د څه لپاره ده د دې لپاره ده چې د خبرو مېز کې په قوت خبرې وکړي. تاسې خیال کوئ چې په زور نور افغانان قانع کوئ، د مذاکرې لاس خلاص ده، دا ولس چې مړي یې کورنۍ کې شوي، دوی هم در سره خبرې کوي له دې بهتر تیاری له چا غواړئ".
هغه د هم وویل چې د سولې لپاره یې دروازې پرانیستې دي.
د ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې طالبانو هم له امریکايي ډيپلوماټانو سره خبرې تایید کړې دي.
د دې ډلې ځینې سرچینو بي بي سي ته منلې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوې لوړپوړې ډيپلوماټې سره یې خبرې کړې دي.
د مرګ ژوبلې پلټنه
د ولسمشر غني د خبرو پر مهال یو کس ولاړ شو او ویې ویل چې د غزني د جګړې پر مهال پر ولسي وګړو بمبار شوی دی.
"ښاغلی ولسمشر تر شپاړسو کسان بمبار کې ووژل شول، هلته نه طالب و او نه کومه پوسته".
وسلوالو طالبانو د تېرې جمعې په شپه د اګسټ لسمه پر غزني ښار له څلورو خواوو بریدونه وکړل
دې ډلې ځینې حکومتي ادارې هم وسوځولې او تر سې شنبې ورځې وروستیو پورې په ښار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه ښکېل و.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د غزني په دې پنځه ورځنۍ جګړه کې ۶۰ ولسي وګړي او ۱۴۵ سرتېري وژل شوي او تر ۵۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي، ناتایید شوي اټکلونه وايي چې له ۱۱۰ تر ۱۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.