تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کونړ د پاکستان توغندیز برید دوه کسان وژلي
افغان چارواکي وایي د پاکستاني پوځیانو په درندو ډزو کې په کونړ کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او یوه کوچنۍ نجلۍ ژوبله ده.
پولیس وایي ډزې برایي د ډیورنډ لیکې له پاکستانۍ غاړې نه پر سرکاڼو ولسوالۍ وشوې او ګولۍ پر شونکړۍ سیمه کې راپرېوتې.
د کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان وویل چې لږ تر لږه درې ګولۍ پر دغه سیمه لګېدلې دي:
"د شپې دوه بجو پاکستاني پوځیانو د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ کلي توغندي را وتوغول. توغندي د محمد نبي به نامه د یو کلیوال پر کور ولګېد او په پایله کې یې د هغه یو اتلس کلن زوی او یوه لس کلنه لور په شهادت ورسېدل. یوه ماشومه زخمي شوې او شفاخانې ته رسول شوې. ډاکټرانو وایي چې صحي وضعیت یې اوس ښه دی".
افغان چارواکي وایي، د دې توغنديزو بريدونو له کبله سلګونه کورنۍ دې ته اړې کړي، څو خپلې مينې پرېږدي.
افغان لوری دا پرله پسې کلونه د پاکستان له خوا د توغندیو پر لګېدو شکایتونه کوي، چې پاکستان تل رد کړي دي.
دې توغنديزو بريدونه لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او سلګونه کورنۍ دې ته اړې کړي، څو خپلې مينې پرېږدي.
که څه هم افغان حکومت په ځلونو ځلونو له پاکستاني چارواکو د دې توغنديو د درېدو او مخنیوی غوښتی، خو لا هم وخت ناوخت پر افغان خاوره د کرښې هغې ډډې راځي.
په دې وروستیو کلونو کې نه یوازې پر کونړ بلکې د ننګرهار پر ګوشته او لالپوره ولسوالیو هم د پاکستان له لوري د توغندیو بریدونه شوي.
خو دا وروستی برید په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان یوازې درې ورځې وړاندې وویل چې له افغانستان سره سوله او رغنده اړیکي غواړي.