تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه بیا پيل شوي"
د کونړ چارواکي وايي له دوه ورځني ځنډ وروسته یو ځل بیا پر دې ولایت د پاکستاني ځواکونو له لوري توغندیز بریدونه پیل شوي.
دوی زیاتوي چې د دې بریدونو له کبله د سیمې یو تن اوسېدونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د دغو بریدونو په اړه د پاکستان غبرګون لا نه شته، خو په کابل کې دفاع وزارت وایي له مخکنۍ ګواښنې سره سم یې ځواکونو نن هغه پاکستانۍ پوسته ویشتلې چې پر افغان خاوره یې ګولۍ اورولې.
تېره جمعه کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر پر مهال دواړو هیوادونو ژمنه وکړه چې د یوه او بل پر حریم به تیری نه کوي، خو ځایي چارواکي وایي، له یوه څه ځنډ وروسته د پاکستان توغندیز بریدونه بیا پیل شوي دي.
د کونړ چارواکي وایي چې له تیرې ورځې راهیسې سلګونه مرمۍ پر دانګام او سرکاڼو ولسوالۍ وار شوي او زیاتوي چې دغه لړۍ لا هم روانه ده.
دکونړ والي وحید الله کلیمزی وايي تمه ېې دا وه چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر تر سفر وروسته به دغه لړۍ ودریږي، خو په خبره یې پاکستان بیا هم پخپله ژمنه ونه درېد.
بله خوا د دانګام اوسیدونکي هم وايي د پاکستاني بریدونو له امله ېې ژوند پر ټپه ولاړ دی.
ځینو بې بې سي ته ویلي پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ د کرښې افغان غاړې ته راننوتي او په هغو ځایونو کې ېې اړولي چې پخوا پکې افغان سرحدي ځواکونه پراته وو.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش پر ډیورنډ لیکه د پاکساني عسکرو د راوښتلو خبرونه رد کړل
د ډیورنډ کرښې ته نژدې پراته استوګن وايي حکومت دې د پاکستان دبریدونو مخه ونیسي او یا دې خلکو په نورو ځایونو کې دژوند تېرولو فرصت برابر کړي.
د دانګام ولسوال محمد رحمن دانش وايي دغه ولسوالي د پاکستان تر مخامخ برید لاندي ده او نژدې ټول کلي له خلکو په خالي کیدو دي.
تر اوسه سلګونه کورنۍ له دغو سیمو کډه شوي او د بریدونو د دوام له امله دګڼو نورو د وتلو شونتیا شته.
د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پاکستاني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي تر کتنې وروسته د دواړو په یوشمیر مهمو مسائلو هوکړه کړې وه.
په هوکړو کې دا هم راغلي چې دړاوه هېوادونه به یو د بل ځمکنی او هوایي حریم نه نقضوي او د یو بل د ملامتولو پر ځای به د اختلافانو حل ته کار کوي.
دواړه لوري په دې هم سلا شوي دي چې په خپله خاوره کې به داسې هیواد، ډلې یا شبکې ته ځای نه ورکوي چې د بل هېواد پر ضد ترهګریز فعالیتونه وکړي.
دواړو هیوادونو ژمنه کړې چې یوه ګډه کاري ډله به د دغو ژمنو د پلي کولو لپاره ګوماري.