تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ای سي سي د افغانستان غوره لیګ په رسمیت وپېژاند
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ په رسمیت وپېژاند.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د کرېکټ کورنۍ سیالۍ د "شپږېزې" تورنامنټ په نامه ترسره کېدلې.
خو دا سیالۍ د "ای سي سي" لخوا په رسمیت نه وې پېژندل شوې.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د "ای سي سي" لخوا په رسمیت پېژندل کېدو ګټه به دا وي چې تر دې وروسته د نورو هېوادونو لوبغاړي کولی شي د خپل کرېکټ بورډ په خوښه د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي.
پر دې برسېره، له دې وروسته به د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د غوره لیګ په سیالیو کې نېغ په نېغه ښکېله وي او د لوبڅارو په ګومارنه او نورو اړونده برخو کې به ورسره مرسته کوي.
یاد دې وي چې راتلونکي لوبیز کال کې به د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ کې ټولټال پنځه لوبې ګډون کوي.
سږ کال دا لوبې د اکتور میاشتې له پنځمې تر ۲۱مې نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د دې سیالیو لپاره د لوبډلو د اخیستلو بهیر دوام لري او د دې میاشتې تر پایه به بشپړ شي.
د کرېکټ شنونکي وایي، د "ای سي سي" لخوا د افغانستان د غوره لیګ په رسمیت پېژندنه د دې هېواد د کرېکټ لپاره یو بل مهم پرمختګ دی.
افغانستان تېر کال له اېرلنډ سره یو ځای د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه، او په تېر جون میاشت کې یې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه هم د هند پر وړاندې ترسره کړه.
د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي وار د مخه د نورو هېوادونو په غوره لیګونو کې لوبېږي.
دا مهال راشد خان، محمد نبي عیسی خېل، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان د انګلستان د کرېکټ غوره سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبه کوي.