تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړو ته کورونه ورکړل شول
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې څه باندې ۲۵ لوبغاړو ته د کابل ښار اړوند د اماراتو په ښارګوټي کې کورونه ورکړل شول.
له دغو لوبغاړو سره د کورونو ژمنه کابو پنځه کاله مخکې هغه مهال شوې وه چې د سویلي اسیا د فوټبال اتلولي یې ګټلې وه.
د فوټبال ملي ټيم په پایلوبه کې هند ته دوه صفر ماته ورکړې وه.
د افغانستان اجرائیه ریاست مشر عبدالله عبدالله لوبغاړو ته د کور کیليانو د ورکړې پر مهال وویل، د سپورټ په برخه کې لوبغاړو تل افغانستان ته خوښۍ راوړې دي.
د ښاغلي عبدالله په خبره، دغو لوبغاړو ته د کورونو سپارلو چاره په ښارګوټي کې د حقوقي او مالي ستونزو له امله ځنډېدلې وه.
په ۲۰۱۳ کې له دغې بریا وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر یوه ویډیويي پیغام کې د ملي لوبډلې د بریا مبارکي خلکو ته ورکړه.
ښاغلي کرزي وویل "د افغانستان ځوانانو یو ځل بیا وښوده چې موږ د پرمختګ او بریا توان لرو. دا ښيې چې افغانستان به مخ پر وړاندې لاړ شي او هیڅوک به یې د پرمختګ مخ ونشي نیولی."
ښاغلی کرزی د ملي لوبډلې له راتلو وروسته هوايی ډګر ته لاړ او هر یوه ته یو، یو اپارتمان په جایزه کې ورکړ. او کیلیانې یې دا دي وروسته له پنځو کلونو لوبغاړو ته ورکړل شوې.