د ټاکنو کمیسون: په ټاکنو کې ګډون د هر چا شخصي پرېکړه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، په را روانو ټاکنو کې ګډون کول یا نه کول د هر وګړي شخصي پرېکړه ده.
یاد کمیسون دا خبره د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې کړې.
جنرال عبدالرازق ويلي وو، که څوک د ټاکنو کارت ونلري نو رسمي عریضې به یې نه منل کېږي.
د کندهار د پولیسو مشر د سه شنبې پر ورځ د رایې ورکولو لپاره د خپل نوم د ثبتولو پر وخت ویلي وو، تر خپل لاس لاندې ټولو ادارو ته یې ویلي، د هر ډول رسمي کارونو لپاره د هغو کسانو غوښتن پاڼي دې نه مني، چي د رایې ورکولو کارت یې نه وي ترلاسه کړی .
خو د ټاکنو د خپلواک کمیسون کمشنر عبدالحفیظ هاشمي بي بي سي ته وویل، ښایي جنرال عبدالرازق دا خبره د خلکو د تشویق لپاره کړې وي.

امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سه شنبې پر ورځ له خپلي میرمني سره یوځای په کندهار کې د نوم لیکنې یو مرکز ته تللي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چي د غوره کسانو د ټاکلو لپاره دې د رایې کارتونه ترلاسه کړي .
نوموړي وویل، خپلو ټولو کارکونکو ته یې امر کړی، چي هغه عریضې دې نه مني چې پېژندپاڼه او د رایې ورکولو کارت ورسره نه وي مله .
د پولسو دغه مشر دا ادعاوې بې ځایه وبللې چي د ټاکنو پایلو کي بهرنیان تصمیم نیسي.
جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چي په کندهار ولایت کې د نوم لیکنې مرکزونو کي د خلکو ونډه ډېر پیکه ده.








