تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارجنټینی پلار چې شل کاله یې پر خپله لور جنسي تېری کاوه
د ارجنټاین یو وګړی، چې له خپلې لور اته بچیان لري، په ۱۲ کاله بند محکوم شو.
د دومینګو بولاچو په نوم دا ۵۷ کلن د ارجنټاین په یوه محکمه کې پر لور د جنسي تېري د تور له امله محکوم شو.
د نوموړي د لور نوم په رسمي ډول اعلان شوی نه دی.
دغه سړي ویلي چې لور یې له ۱۱ کلنۍ د جنسي مینځې په ډول کاروله.
ځايي رسنۍ وايي، د دې نجلۍ مور یا څو کاله مخکې مړه شوې یا یې د لور په ماشومتوب کې کور پرېښودلی دی.
د دې نجلۍ دوه وروڼه او دوه خوندې د کورنۍ له یوه غړي سره ژوند کوي، خو نوموړې ۱۱ کلنۍ کې اړه کړل شوه چې د کور د مور په ډول رول ولري.
هغې ویلي په تېرو ۲۰ کلونو کې پرلپسې جنسي تېری پر شوی دی.
هغه وايي، کله یې چې د دې تېري موضوع پولیسو ته رپوټ کړې، نو د کورنۍ د نورو غړو له خوا د مرګ ګواښ ورته کېږي.
دا مسله هغه وخت رسوا شوه چې په ۲۰۱۶ کال کې نوموړې له خپل یوه بچي سره روغتون ته لاړه او هلته د ماشوم د پلار په هکله وپوښتل شوه.
د دې مسلې له رسوا کېدلو وروسته د نجلۍ پلار وتښتېد، خو پولیسو له ۴۵ ورځو وروسته ونیو.