کرېکټ: خوست کې د زونونو ۵۰ اوره سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د سوېل ختیځ خوست ولایت په ملي لوبغالي کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان په نامه د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو ټورنمنټ پیل شو.

دغه لوبې چې د افغانستان کرېکټ بورډ په نوښت د لومړي ځل لپاره ترسره کيږي، د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د الف دریځ درلودونکې سیالۍ دي.

دغه ټورنمنټ به ټولټال ۹ ورځې وخت واخلي چې پایلوبه به یې د اګسټ په ۱۹مه په ختیځ ننګرهار ولایت کې تر سره شي.

په دغه پنځوس اوره لوبو کې مس عینک، بندامیر، امو، بست او سپین غر لوبډلو برخه اخیستې ده.

د کرېکټ بورډ چارواکي حاجي ولي یمین بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، دا په افغانستان کې د زونونو په کچه لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې دي او په دې سره به د کرېکټ ودې او پرمختګ ته لاره هواره شي:

" دغو سیالیو کې ځلیدونکي لوبغاړي به د افغانستان ملي او الف لوبډلو ته اخیستل کیږي او ټول د وړتیا له مخې غوره کیږي."

د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي جاوید احمدي بي بي سي ته وویل:

"دا لوبې زموږ او د نویو لوبغاړو لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه له یو او بل سره تجربې شریکوو او نوي لوبغاړي به له دې وروسته په اسانۍ ملي لوبډلو ته لاره پیدا کوي."