کورنی کریکټ: خوست کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ سیالۍ

    • Author, احمد شاه
    • دنده, بي‌بي‌سي/ خوست

په خوست او ننګرهار کې د کرکیټ د لسو غوره ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د کرکیټ ۵۰ اوریزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي او د خوست او ننګرهار د کرکیټ په بېلابیلو لوبغالو کې ترسره شي.

په خوست کې د کرکیټ بورډ یو مسوول سید علم نسیم وایي، چې د دغو سیالیو اساسي موخه د ځوانانو لوبغاړو او استعدادونو پیدا کول دي.

ښاغلی نسیم وایي: ((دوه لوبې په یوه وخت د خوست په شخصي او د کرکیټ په ملي لوبغالي کې روانې دي. زه هیله لرم، چې له دغو سیالیو وروسته به ځوانانې وړتیاوې په ۱۹ کلنو او ملي لوبډلو کې راښکاره شي.))

نن سه شنبه د (جولای ۱۱مه) د خوست او میدان وردګو لوبډلو ترمنځ سیالي راونه ده.

د خوست د کرکیټ لوبډلې یوه لوبغاړي هاشم بي بي سي پښتو ویباپاڼې ته وویل: ((ننۍ لوبه کې مې ۵ ویکټې واخیستې. چپ لاس ورو توپ اچونه کوم، هیله لرم، چې راتلونکي کې یو ښه لوبغاړی شم.))

په دغو سیالیو کې میدان وردګ، کوچیان، کندهار، لغمان، خوست، کابل، پکتیا، ننګرهار، بلخ او د لوګر ولایتونو کرکیټ لوبډلې شاملې دي.