د امریکا مرستیال ولسمشر پر څه تېروت؟

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ناسا: پر دغه توکي لاس کېښودل پروا نه کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس وروسته له هغه د امریکا له فضايي ادارې ناسا بخښنه وغوښته چې د دغې ادارې پر ممنوعه توکو د لمس کولو انځورونه یې خپاره شول.

ښاغلي پینس په فلوریډا ایالت کې د ناسا مرکز ته ورغلی و او د خپلې لیدنې پر مهال یې پر هغو توکو لاس وواهه چې پرې لیکل شوي وو" لاس مه وهئ".

مایک پینس د خپل دې کار له امله له ناسا بخښنه غوښتې، خپله تېروتنه یې په ټوکو اړولې او لیکلي يې دي: "د فلوریډا سناتور مارکو روبیو راته وویل، که جرات لرې نو پر دغه ځای لاس کېږده."

ناسا د ښاغلي پینس د ټویټ په ځواب کې لیکلي: "پر دغه توکي لاس کېښودل پروا نه کوي."

.

د عکس سرچینه، TWITTER/@VP

د عکس تشریح، د ښاغلي پینس لومړی پوسټ

ناسا پخپله خبرپاڼه کې لیکلي، که پر دغه برخه لاس وهل له یوې مخې منع وای، نو له مخکې به یې پوښلې وه.

ښاغلي پینس اصلن د تشیال تلونکي (اوریون) پر یوه برخه لاس ایښی دی، چې عکس یې ټولنیزو رسنیو کې خپور شو او بېلابېل غبرګونونه یې لرل.

.

د عکس سرچینه، TWITTER/@NASA

د عکس تشریح، د ناسا پوسټ

ښاغلي پینس ساعتونه وروسته بل پوسټ خپور کړ چې هغه پکې پر یوه ژوي لاس راکاږي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو چې له دې امله پر ښاغلي پینس نیوکه کړې چې ولې یې ((لاس مه وهئ)) خبرداري ته پام نه دی کړی، خو یو شمېر نورو بیا ټوکي ټکالي پرې ویلي دي.

.

د عکس سرچینه، TWITTER/@VP

د عکس تشریح، د مایک پینس دویم پوسټ