تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د ناټو له غړو دفاعي لګښتونو کې د ونډې ډېرول غوښتي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ برسلز کې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي، چې ټول باید په دفاعي لګښتونو کې خپله ونډه ډېره کړي. نوموړي د امریکايايي چارواکو هغې اندېښنې په ډاګه کولو سره، چې وايي نور کافي لګښت نه کوي ویلي:
''خورا ډېرې پېسې پاتې دي، چې باید ورکړل شي ''
نوموړي خپلو خبرو کې د برتانیا مانچسټر ځانمرګی برید یو ځل بیا وغانده او غوښتنه یې وکړه، چې باید ترهګري له جرړو ووېستل شي.
ښاغلي ټرمپ د ناټو نوي مرکز ته له تلو مخکې د فرانسې د نوي ولسمشر ایمانول ماکرون په ګډون له یو شمېر اروپايي مشرانو سره هم لیدلي دي.
نوموړي د مانچسټر برید په تړاو د خبرو پر مهال وویل:
''زرګونه کسان زموږ هېوادونو ته راځي او ډېر کله موږ نه پوهېږو، چې دا کسان څوک دي، موږ باید سخت شو، موږ باید پیاوړي او ځېرک شو. ''
د بي بي سي خبریال جوناتهن مارکاس په وینا، امریکا غواړي د ناټول غړي هېوادونه داعش ضد اییتلاف کې ګډون وکړي ځینو اروپايي هېوادونو سره داسې اندېښنې شته، چې د اسلامي دولت نومې ډلې خلاف اتحاد کې د ناټو له ګډون سره به دغه اتحاد لیبیا او عراق کې له جګړو وروسته بحرانونو کې داسې ښکېل شي، لکه په افغانستان کې.
ناټو له ډونلډ ټرمپ سره منلې چې د داعش یا اسلامي دولت پرضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف سره یو ځای کېږي.
دا هڅې د امریکا د هغه پلان برخه دي چې له مخې یې غواړي د داعش او ترهګرۍ ضد جګړه کې د لوېدیزو ملګرو ونډه ډېره کړي.
د ناټو سرمنشي هم ویلي، چې د داعش ضد ټلوالې سره د ناټو یو ځای کېدل د دې ډلې پرضد ځواکمن سیاسي یووالی ښيي.
د ښاغلي ستولتنبرګ په خبره، په ې همکارۍ کې استخباراتي او عملي هڅې شاملې دي، لکه د پوځي څارګرو الوتکو ډېر الوتونه.
خو زیاتوي چې ناټو به په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون ونه کړي.
د بي بي سي د خبریال په خبره، امریکا غواړي ناټو د داعش ضد ټلوالې سره یو ځای شي، خو ناټو اندېښنه لري، چې دا همکاري به یې د عراق او لیبیا له جګړې وروسته حالت سره مخ کړي، لکه په افغانستان کې هم چې داسې وشول.
ښاغلي ټرمپ د ناټو تړون پر نورو غړو له دې امله نیوکه کړې چې د ناخالص ملي تولید دوه سلنه برخه یې د دفاعي بودیجې لپاره ځانګړې کړې ده.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن خبریالانو ته ویلي، "چې ښاغلی ټرمپ په رښتیا غواړي چې د ناټو غړي هغه کارونه تر سره کړي چې مخکې یې ژمنه کړې".
ډونلډ ټرمپ د ناټو مرکز ته له تللو او وینا مخکې د فرانسې له نوي ولسمشر سره ولیدل.
بروکسېل ته د ولسمشر ټرمپ په رسېدلو سره د نوموړی پرضد لاریون هم وشو.