تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناټو سرمنشي: افغانستان کې د خپلو سرتېرو زیاتولو په ارزولو لګیا یو
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، دغه سازمان د خپلو سلاکارانو او پوځي روزونکو زیاتولو د شرایطو په ارزولو لګیا دی چې په دې توګه له اسلامپالو اورپکو سره جګړه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي کړي.
د ناټو عمومي منشي د جرمني یوې نشریې ولټ ام سونتاګ سره خبرو کې وویل، ناټو تر جون میاشتې پورې افغانستان کې د خپلو ځواکونو احتمالي ډېرونې او په دغه هېواد کې د مېشتو ځواکونو د پاتې کېدو مودې غځولو په اړه پرېکړه کوي.
ناټو چې اوسمهال افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري، د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې یې خپل جنګي ماموریت پایته ورسوه او وروسته له هغې یې اصلي دنده د افغانستان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکول دي.
د خبري اژانسونو د رپوټونو له مخې، افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال نېکلسن له "په ټپه ولاړ حالت" نه د وتلو لپاره غوښتي چې افغانستان ته ۵۰۰۰ نور سرتېري واستول شي، که څه هم جنرال نېکلسن خپله په رسمي ډول د اړتیا وړ سرتېرو شمېر ته اشاره نه ده کړې.
افغانستان کې امریکایي او ناټو چارواکي وایي، د افغانستان دولت پر ۶۲ سلنه نفوس او ددې هېواد پر ۵۷ سلنه خاورې کنټرول لري.
ښاغلي نېکلسن په دې وروستیو کې ویلي و چې ناټول د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د ناټو مشوره ورکوونکي او رزونه ورکوونکي ځواک له کموالي سره مخ دی ترڅو د افغانستان امنیتي ځواکونو بېلابېلو کچو سره مرسته وکړي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس تېره اونۍ (اپرېل ۲۴مه) کابل کې له جنرال نېکلسن سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي و چې ۲۰۱۷ کال به افغانستان امنیتي ځواکونو ته له ننګونو ډک کال وي.
ښاغلي ماټیس همداراز ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره "اوږه په اوږه" درېږي.
د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې وسله وال اورپکي "وحشي دښمن" وباله او ویې ویل کوم کارونه چې هغوی کوي، ښکاره دلیل دی چې موږ باید په همکارۍ سره هغوی ته ماته ورکړو.