د ټرمپ اداره افغانستان ته د سرتېرو پر استولو وېشلې ده

نيويارک ټايمز:

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ اداره افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو استولو په تړاو سره وېشلې ده.

د ورځپاڼې په وينا پنټاگون هڅه کوي چې تر ٥٠٠٠ پورې تازه دمي سرتېري افغانستان ته ولېږي. ځينو تمه درلوده چې ولسمشر ټرمپ د ناټو له سرمشريزې وړاندې په دې تړاو پرېکړه وکړي او په دې توگه د ناټو نورو غړو هېوادونو ته يوه کرښه راکېکاږي.

خو دغې ١٦ کلنې جگړې ته د نورو سرتېرو د استولو منطق په تړاو له پورته شوي يوۀ توند بحث وروسته دا پرېکړه وځنډول شوه.

چارواکي وايي ولسمشر ټرمپ اوس غواړي وگوري چې د ناټو نور غړي هېوادونه په دې برخه کې څومره ونډه اخيستو ته چمتو دي او دى به يې په رڼاه کې پرېکړه وکړي.

خو د ورځپاڼې په وينا تر ټولو مهمه او سخته پوښتنه دا ده چې ولسمشر ټرمپ به په دې برخه کې د جگړې خپله وېشلې کابينه څنگه پخلا کوي؟

ورځپاڼه وايي د امريکا دفاع وزارت ډېرى لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو په برخه کې د امريکايي قومندان د غوښتنې ملاتړي دي خو دا هم مني چې له دې ليد لوري سره که مخالفت نه وي نو په تړاو يې سختې پوښتنې هرو مرو شته.

واشنگټن پوست:

خو افغانستان ته د سرتېرو استولو په برخه کې د امريکا د ادارې د پرېکړې په تړاو د واشنگټن پوست وينا د نيويارک ټايمز له هغه سره په ټکر کې ده.

واشنگټن پوست وايي د ولسمشر ټرمپ اداره دې پرېکړې ته نژدې شوې چې افغانستان ته زرگونه نور سرتېري ولېږي او که څنگه، او دا پرېکړه ښايي د ناټو په سرمشريزه کې څرگنده شي.

ورځپاڼه د ځينو امريکايي چارواکو په وينا ليکلي، په دغه پلان کې د ځانگرو عملياتو د سلگونو سرتېرو استول هم راځي چې افغان ځانگړو ځواکونو لپاره تر ١٧٠٠٠ نور سرتېري وروزي.

ورځپاڼه وايي اضافي بهرني سرتېري به مخامخ جگړه کې نه ښکلېږي بلکې افغان ځواکونو لپاره به چې اوسمهال په بوخته کې ښکېل دي پياوړى ملاتړ وي.

ورځپاڼه دا هم وايي چې افغانستان ته د نويو استول کېدونکو ځواکونو نيمايي امريکايان او نيمايي نور به د ناټو د نورو غړو هېوادونو وي.

گارډين:

بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼې په دغه هېواد کې د ترهگرۍ گواښ تر ټولو لوړې کچې ته د پورته کېدو موضوع راخيستې او وايي د يوۀ ناويات اقدام په ترڅ کې ٥٠٠٠ سرتېري د پوليسو د ملاتړ او د کليدي ځايونو امنيت ساتنې لپاره پر دندې گومارل شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا تر ټولو لوړې کچې ته د ترهگرۍ د گواښ پورته کول په دې مانا دي چې ښايي ډېر ژر نور بريدونه وشي، چې امنيتي ځواکونه يې د مخنيوي هڅه کوي.