مشهوره برتانوۍ هنرمنده: هو واده مې کړی

نومیالۍ برتانوۍ سندرغاړې اډل په رسنیو کې له میاشتو میاشتو ګنګوسو خپرېدلو وروسته ویلي، چې له سایمن کانکي سره یې واده کړی دی.

سایمن کانکي د هغې د زوی پلار دی.

هغه د اسټرالیا په برېسبن کې د ژوندي کنسرټ په ور کولو بوخته ده او (ستا په څېر یو کس) سندرې په تړاو خبرو کې یې ناڅاپه وویل: "زه اوس مېړوښه" یم.

مخکې هم داسې ګنګوسې وې چې دغه جوړه سره کوزده شوې او ان ویل کېدل چې اډل د یوې جایزې د ترلاسه کولو په مهال یې هم خپل شریک ته د "خاوند" نوم واخیست.

اډیل او سایمن د انجلو په نوم یو څلور کلن زوی هم لري.

په خواله رسنیو کې هغه ویډیو خورا ډېره شریکه شوې، چې دې پکې د خپلې کوزدې خبره کړې ده.

ستا په څېر یو کس سندره د ناکامې مینې تجربه او منځپانګه یې هم همدا ده: "مهمه نه ده، اخر به ستا په څېر یو څوک پیدا کړ، ستا لپاره هم ډېره ښه هیله لرم".

اډل د اسټرالیا په برېسبن کنسرټ کې وویل: " څومره چې د یوې عشقي اړیکې پرې کول یوه ترخه او بوږنوونکې تجربه ده، د مینتوب تجربه هم د ځمکې پر مخ خورا ښه احساس دی او زه پر دغه حس روږدې شوې یم".

هغې زیاته کړه، چې نور نه غواړي په دغو احساساتو کې ښکېله شي، ځکه چې کوزده یې کړې ده: "خاوند مې پیدا کړی دی.."

ویل کېږي چې دغې جوړې د امریکا په لاس انجلس کې په خپلو لس میلیون ډالري کور کې له رسنیو پټه کوزده کړې ده.