تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'له انوشکا شرما سره کوژده نه کوم'
د هند کرېکټ مشهور لوبغاړی ویرات کوهلې وايي، د رسنیو هغه رپوټونه دروغ دي، چې ګواکې دی او وتلې فلمې هنرمنده انوشکا شرما د نوي کال له راتګ سره سم کوژده کوي.
له څو وروځو راهیسې په هندي رسنیو کې په دې اړه پرلپسې رپوټونه خپرېدل، خو بالاخره ویرات کوهلې دغه رپوټونه ګنګوسې وبلل. ویراټ کوهلې په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:
اسانه خبره ده! موږ کوژده نه کوو او که کولای مو، دا خبر مو نه پټاوه.
نوموړي دغه راز لیکلي، خبري چینلونه پرلپسې دغه ګنګوسې خپروي او ناسم خبرونه تر تاسې در رسوي، ځکه موږ غواړو دغه ناسم پوهاوی له منځه لاړ شي.
یو شمېر هندۍ رسنیو له تېرو څو ورځو راهیسې په خپلو رپوټونو کې ویل، چې ویرات کوهلې او انوشکا شرما دا مهال اترکهنډ ایالت کې رخصتیو تېرولو ته تللي او د نوي کال له پیل سره سم به د خپلې کوژدې اعلان وکړي.
خو ښاغلي کوهلې دا خبرونه ناسم وبلل. انوشکا شرما د ویرات کوهلې دغه ټویټر پیغامونه ریټویټ کړي او دې سره یې تایید کړي دي. له دې مخکې هم د انوشکا او ویراټ کوهلې تر منځ د اړیکو په اړه پر ټولنیزو رسنیو بحثونه شوي دي.