تهران کې پلاسکو ودانۍ 'نړېدلې' ده

رپوټونه وايي، د ایران تهران کې د پلاسکو په نامه ودانۍ کې اورلګېدلی چې بیا وروسته دا ودانۍ نړېدلې ده. اور د ودانۍ له نهم پوړ پورته بل شوی. اور وژل شوی خو ودانۍ نړېدلې ده.

په ودانۍ کې د مرغومي ۳۰مه (جنورۍ ۱۹مه) اور بل شوی، خو څو ساعته وروسته د اور د ګل کېدو انځورونه خپاره شوی دي.

ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې اور له نهم پوړ پورته لګېدلی و.

لږ وروسته کورنیو رسنیو وویل، د اور لمبې یوځل بیا تازه شوې چې په پایله کې یې یاده ودانۍ نړېدلې ده.

د ایراني محصلینو خبري اژانس ویلي، د اور شدت دومره ډېر و چې ترې پورته کېدونکی لوګی له څو کیلومترو لیرې واټن هم لیدل کېدای شوی.

د ایران د حکومتي تلوېزیون د راپور پربنسټ، د ودانۍ د نړېدو پرمهال د ننه ځینې اوروژونکي مامورین هم وو او امکان لري چې تر کنډوالو لاندې وي. "تسنیم" خبري اژانس په دې پېښه کې د شاوخوا دوه نیمو سوو کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړی.

پلاسکو ودانۍ د تهران مرکز اسلامبول (استانبول) پر واټ پرته ده چې تر ډېره په تهران کې د پوښاک د لوی مرکز په توګه کارول کېږي چې ښايي اور د اور اخیستونکو توکو له کبله رامنځ ته شوی وي.

پلاسکو اوولس پوړیزه ودانۍ په ایران کې له دنګو ودانیو ګڼل کېږي چې په ۱۳۴۲ کال یې ودانیزې چارې بشپړې شوې.

دغه ودانۍ د حبیب الله القانیان په لاس جوړه شوې. نوموړی د یادې ودانۍ څښتن او د یوې بلې المونیم ودانۍ څښتن هم و.

القانیان د ایران لوی سوداګر او د صنایعو څښتن و، چې د ایران د یهودانو د ټولنې مشري یې هم پرغاړه وه.

نوموړی د ایران له انقلاب څو ورځې وروسته ونیول شو او د انقلاب د شرعي محکمې د قاضي صادق خلخالي په امر اعدام شو.

حبیب الله القانیان په لومړي ځل ایران د پلاسکو په نوم د پلاستیکي توکو د تولید او د پروفیل المونیم د تولید کارخانې جوړې کړې.

له انقلاب وروسته د پلاسکو ودانۍ په ګډون د حبیب الله القانیان شتمنۍ او پیسې کنګل شوې او د (مستضعفان) یا بې وزلو بنسټ ته ورکړل شوې.