تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ۱۰ میاشتو کې ۸ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د روان کال له پیل تراوسه نږدې ۵۰۰ زره کډوال له پاکستان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتی سلاکار حفیظ احمد میاخېل بي بي سي ته وویل، چې په دغه مهال له ایران هم ۳۴۹ زره کډوال هېواد ته ګرځېدلي دي.
د ښاغلي میاخېل په خبره، له پاکستان په ستنو کډوالو کې ۳۳۰ زرو کسانو د کډوالۍ کارتونه درلودل او پاتې هغو په دغه هېواد کې د اوسېدلو رسمي اسناد نه لرل.
هغه زیاته کړه، هغه افغانان چې له ایران ستانه شوي، ډېرو یې د کډوالۍ اسناد نه درلودل.
ښاغلي میاخېل وویل، اوس په پاکستان کې تر ۲،۵ میلیونو پورې افغانان ژوند کوي.
د نوموړي په خبره، افغان حکومت هر هغه ستانه شوي کس ته ۳۳۵۰ افغانۍ ور کوي چې د کډوالۍ کارت نه لري.
د هغه په خبره، افغان حکومت دا مرستې په تورخم کې پیل کړې او په راتلونکي کې یې له ایران او پاکستان سره په هغو ټولو لارو کې پیلوي چې کډوال پرې هېواد ته را ستنېږي.
نوموړي دا هم وویل، چې کوم کسان د کډوالۍ کارت لري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره ور سره ۴۰۰ ډالره مرسته کوي.
د هغه په وینا، افغان حکومت هم د هغو کسانو لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې، چې د کډوالۍ کارت نه لري.
افغان حکومت وايي، په روان کال کې له پاکستان د کډوالو ستنېدل بې مخینې زیات شوي دي.
څه مهال مخکې د کډوالو چارو وزیر وویل، له پاکستان هره ورځ شپږ زره کسان افغانستان ته ستنېږي.
په پاکستان کې پر کډوالو د فشار زیاتېدل هېواد ته د دوی د ستنېدلو اصلی لامل بلل کېږي.