تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۷۰ کلونو وروسته سپوږمې بیا ځمکې ته ډېره نږدې کېږي
په څو هېوادونو کې به د روانې نومبر میاشتې پر ۱۴ په اسمان کې سپوږمۍ داسې ښکاري، چې له دودیز ډول به ډېره لویه او زیاته روښانه وي.
د سپوږمۍ دغه حالت ته د سوپر مون یا ځواکمنه سپوږمۍ نوم ور کړل شوی، چې ځمکې ته خورا ډېره نږدې راځي او شاوخوا ۷۰ کاله وروسته بیا د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ واټن دومره ډېر کمېږي.
ناسا یا د تشیال څېړنو اداره وایي، ځواکمنه سپوږمۍ به تر عادي سپوږمۍ ۱۴ سلنه ډېره لویه او ۳۰ سلنه ډېره روڼه یا ځلانده وي.
د ناسا په خبره، د دومره ډېرې ښکلې او روښانه سپوږمۍ د بیا لیدلو لپاره به خلک د ۲۰۳۴ کال د نومبر تر ۲۵ پورې سترګې په اسمان وي.
د بریتانیا په وخت به ۴:۴۵ بجو ځواکمنه سپوږمۍ ولیدل شي.
د منلي نجوم ټولنې مرستیال مشر رابن سیګل وایي، "ځواکمنه سپوږمۍ به له بامونو، ونو او لوړیو ځایونو د پاسه ډېره لویه ښکارېږي."
هغه زیاتوي "زه د هغو خلکو په لیدلو ډېر خوشالېږم چې دوربین په لاس او سپوږمۍ ګوري."
کله چې سپوږمۍ ځمکې ته خورا ډېره نږدې شی، نو تر دودیزې سپوږمۍ ۱۴ سلنه ډېره لویه او ۳۰ سلنه ډېره روښانه او روڼه وي.
په دې شېبو کې سپوږمۍ ته ځواکمنه سپوږمۍ وايي، چې له ځمکې ۲۲۶۰۰۰ ( دوه لکه شپږویشت زره) کیلومتره واټن لري.
په ۲۰۱۶ کال کې به دا دویمه ځواکمنه سپوږمۍ وي، په روان کال کې لومړنۍ ځواکمنه سپوږمۍ د اکتوبر پر ۱۶ وه، خو وروستۍ هغه به د ډيسمبر پر ۱۴ وي.