|
دافغان ماشومانو د سرکس ننداره | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
MMCC يا د افغانستان د ماشومانو تعليمي او تربيوي سرکس د ٢٠٠٨م کال د جولاى په ٢٥مه نېټه د کابل په اريانا سينما کې د ماشومانو له خوا ماشومانو ته يو تعليمي او تربيوي سر کس، تياتر او ترانې وړاندې کړې. ماشومانو د بېلابېلو هنرونو په مټ دغه تمثيلي ټوټی، ترانې، جمناسټک او د شعبده بازۍ نندارې پر مخ بېولې. د دغو نندارو موخه دا ده چې افعان ماشومان هنرونو او ورزش ته وهڅوي. ذکي، د دې سرکس يو تن خارجي ښوونکى، چې د سرکس د ورزش او جادو د برخې استاد دى، د افغان ماشومانو مينه او استعداد ستايي او د دې پروګرام د پراختيا هيله من دى. که څه هم سرکس د ماشومانو لپاره ډېر په زړه پورى او د علاقې وړ و خو داسې ګومان کېږي چې د افغانستان د لرې پرتو سيمو د ماشومانو لپاره لا دې سرکس خپل فعاليتونه او نندارې نه دي غزولې. په همدې اړه د دې سرکس يو تن چارواکی شهير احمد پوپل وايي: "يوشمير زده کوونکي د خپل ښوونځي د درسو نو تر څنګ په دې سرکس کې هم کار کوي چې ١٤-١٥ استادان لري." د MMCC اداره له دې استادانو مننه کوي او ژمنه ده چې په راتلونکي کې د دې پروگرام نندارې ټول افغانستان ته وغځوي خو ددې موسسې د پراختيا په لاره کې د هېواد بې امنيتي لوى خنډ دى. لس کلن احمدسير چې د نندارې پر مهال له خندا شين و او لاسونه يې پړکول وويل: "دا زما لومړی ځل دی چې دا ډول نندارې ګورم، که هر وخت دا ډول نندارې وړاندې شي نو ډيره به ښه وي." يوه مور فاطمه شهلا چې له خپلو دوو وړو ماشومانو سره دې نندارې ته راغلې وه، وويل: "نن مې چې د خپلو ماشومانو دومره ډيره خوښي وليده، نو پوه شوم چې دا ډول نندارې د ماشومانو ذهني ودې ته زياته کټه لري او ډير څه ترې زده کولی شي." دغه ننداره چې د مازيدګر په څلور بجوپيل شوې وه دوه ساعته يې دوام وکړ چې د نندارچيانو په هر کلي پای ته ورسېده اوماشومانو ته دومره په زړه پورې وه چې يو شمير يې لا د نورو نندارو په تمه له خپلو ځايونونه نه پاڅيدل.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||