|
پلرنی کور | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تورګل بزګر چې خپله ځواني يې د نورو په ځمکو کې خاورې کړې وه، وروسته له عمرونو خوارۍ ځان ته د تيږو يو کورګی جوړ کړ. په نوي جوړ شوي کور کې يې لا د آرامۍ ساه نه وه اخيستې چې د جګړې اور يې په درشل ورننوت او د ده ژوند يې ورته تالا ترغۍ کړ. د تورګل له مرګ نه وروسته د هغه ميرمنې له خپلو ماشومانو سره يو ځای په آس کالي واچول او له خپل وطن او کلي نه کډه شول. د کمپونو په سره ګرمۍ کې به يې په لاس ګنډلي شيان جوړول او د هغو په پيسو به يې په خپل زوی او لور باندې سبق وايه خو د خپلو خواريو ثمره يې و نه ليده او د ورپيښې ناروغۍ له کبله همالته په مهاجرت کې په حق ورسيده. څه وخت چې له کمپ نه د نورو مهاجرو کډې بيرته وطن ته راستنيدې، نو د تورګل زوی او لور چې دا مهال ځوانان ووله نورو سره يو ځای کډه بار کړه او خپل کلي ته راغلل. دوی چې ماشومان وو او له کلي يې کډه کوله نو هغه وخت د دوی کلی او کورونه آباد وو. خو اوس ورانې کډوالې ته راستانه شول. ورور او خور په ګډه هوډ وکړ چې خپل پلرنی د تيږو کور به له سره جوړوي. او همداسې يې وکړل. په دې کيسه کې زموږ د هغو ماشومانو له پاره يو لوی درس پروت دی چې کورنۍ يې له وطن نه ليرې د مهاجرت شپې سبا کوي. دوی ته خپل وطن او خپل کلی کور سترګې په لاره دی. انشا الله چې دغه ماشومان به هم د دې کيسې د خور او ورور په پله پل ږدي او خپل کور او وطن به په خپلو مټو آبادوي.
|
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||