 | | | ګل چې ښکلی دی، نو په خپل بوټي کې ښکلی دی. که له بوټي وشکول شي، نو ډېر ژر مړاوی او رژيږي. |
پتنګ د ګل له رنګ او خوشبويي سره مينه لري. همدا وجه ده چې ښکلي بڼونه او د ګلو باغچې د پتنګانو د بانډار ځايونه وي. په شنو چمونونو کې د رنګا رنګ ګلونو له پاسه د پتنګانو الوتل او د خوښۍ وزرې وهل د هر چا خوښيږي او خوند ترې اخلي. خو تر ټولو زيات دغه خوند د هغه چا په برخه وي چې د ګلونو پالنه او روزنه کوي. ماشومان چې هم د ګلونو او هم له پتنګانو سره مينه لري، په دې کيسه کې هڅول کيږي چې په څه ډول د ګلونو پالنه وکړي. ګلونو ته د اوبو اچولو، سرې (پارو) ورکولو، او د ګلونو له شاو خوا څخه د وښو ويستلو لارې چارې زده کړي. بله مهمه خبره چې ماشومان يې له دې کيسې څخه زده کوي، هغه د ګلونو له شکولو څخه ډډه ده. ځکه ګل چې ښکلی دی، نو په خپل بوټي کې ښکلی دی. که له بوټي وشکول شي، نو په ډېر لنډ وخت کې مړاوی او رژيږي. همدا راز يو بل د پند او عبرت نه ډک درس په کې دا نغښتی دی چې موږ بايد د نورو د ځورولو سبب نه شو. که موږ يو څوک ځورو، نو هغه به له موږ بيزاره شي. په کيسه کې تاسې وينئ او لولئ چې کله نجلۍ له پتنګانو غواړي چې د هغوی کور ته ورسره لاړشي، نو پتنګان ورته وايي چې: _ ستا ورور موږ ځوروي، ځکه له تا سره هلته نه ځو. هلک چې د خپل ځان په وړاندې د پتنګانو کرکه احساسوي، نو د پښيمانۍ احساس کوي. بيا د خپلې خور په ملګرتيا د باغچې د ګلونو خدمت او پالنې ته مخه کوي. دوی ډېر ژر د خپل کار او زحمت نتيجه ويني او يو ځل بيا د خپل کور په باغچه کې ګلونو او پتنګانو تماشې ته د خوښۍ اتڼې کوي.
|