BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مــــرغـــلــره
مــــرغـــلــره
قناعت، اعتقاد، هيله مندي، سخاوت او خير خواهي د نظر او زينب ژوند کې د بدلون راوست
دا د هغې اصيلې افغانې ښځې او خاوند په هکله کيسه ده چې په ورځنيو ستونزو کې د خپل پايښت لپاره ژوند کوي او په غريبۍ کې هم خپله ټولنه نه هيروي .

ستونزې نه شي کولاى چې د دوى پر يو بل باندې باور او اعتبار کمزورى کړي . دوى ډير زيار کښ دي او هيڅکله هم خپل اميد له لاسه نه ورکوي .
هغه مرغلره چې دوى يې پيدا کوي د دوى په ژوند کې د بدلون پيل څرګندوي .

د بيلګې په توګه دومره سخته نه ده چې تاسې د خپلې شتمنۍ يوه برخه چاته د مرستې لپاره ورکړئ ، مگر د خداى ( ج) له پلوه چاته ورکړل شوې خزانه څومره آسانه ده چې څوک يې چاته ورکړي؟

نظراو زينب شتمن نه وو خو هغوى ډير پاک ، نيکمرغه او له قناعت سره ژوند تيراوه . وخت بدل شو. جګړوخپل ناوړه دا غونه هرې خواته اوهرځاى پريښودل .

د نظر او زينب په ګډون ګڼ شمير خلکو خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې ، خو نظر هيڅ وخت خپل اعتقاد، هيله مندي، سخاوت او خير خواهى له لاسه ورنه کړه .

هغه د نورو غمخواري هيره نه کړه . زينب هم د خپل خاوند هيلو ته درناوى کاوه او له هغه سره دهغه په کارونو کې د مرستندوى په توګه ولاړه وه .

وروستۍ درې لسيزې د افغانانو لپاره ډير سخت کلونه وو. ګڼ شمير خلکو خپل روزګار، جايدادونه ، کورونه او خپل نږدې کسان له لاسه ورکړل، خو په ډير درنښت او سر لوړۍ يې خپل اميدونه اوخندا ساتله.

د مرغلرې د کتاب کيسې د وروستيو وختونو د يوې رښتينې کيسې بڼه غوره کړې ده . ښې او بدې ورځې تيريږي او ژوند هماغسې پرمخ ځي.

مرغلره

د تور گل کورنی مصور کتابونه
پلرنی کور
نوى کور نوى ژوند: د اوبو پر سر شخړهنوى کور نوى ژوند
د اوبو پر سر شخړه
د ماشومانو لپاره د کيسو تصويري کتابونه د کتابونو لړۍ
د ماشومانو لپاره د کيسو تصويري کتابونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>