BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:52 گرينويچ 2007 ,25 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د زحل کيسه
زحل يوه شپنه نجلۍ
زخل د حساب څخه د خپلې ورکې ميږې په پيدا کولو کې عملي ګټه اخلي
زحل چې يوه وړه کليواله نجلۍ ده، د ليک لوست سره ډېره مينه لري. خو په کور کې پلار او مور هغې ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته لاړه شي.

په تيره بيا د زحل مور په دې زيات ټينګار کوي چې زحل له دې سره د کور په کارونو کې مرسته وکړي.

دا يوازې زحل نه ده چې ښوونځي ته د تللو او ليک لوست د زده کولو مخه يې نيول کيږي، بلکې زياتره کورنۍ د خپلو لوڼو او خويندو په وړاندې همدا ډول چلندلري.

که څه هم د اسلام په مبين دين کې د ليک لوست زده کول په ښځه او نارينه دواړو يو شان فرض دی. خو په ځينو کورنيو کې د نجونو په دې حق سترګې پټيږي او يوازې د کورنۍ نارينه اولاد ته دغه حق ورکول کيږي.

ډېر پلرونه او ميندې په دې فکر دي چې په نجونو د بل چا کور ودانيږي او دوی ته يې ګټه نه رسيږي. خو دا فکر سم نه دی.

ځکه يوه باسواده او پوهه ښځه يوازې د خپلې کورنۍ نه بلکې د خپلې ټولنې لپاره د ښه او ګټور خدمت مصدر ګرځي.

او دا ښکاره خبره ده چې په ټولنه کې ټولې کورنۍ شريکې دي. له دې پرته يوه باسواده مور د خپلو کورنيو ستونزو په هوارولو کې تر نورو برلاسې وي.

د خپلو اولادونو او د کورنۍ د نورو غړو روغتيا ته زياته پاملرنه کوي. له پاکۍ او صفايي نيولې بيا د کورنۍ د ګټې او مصرف ټولې چارې په ډېره ښه توګه تنظيموي.

نو څومره به ښه وي چې زموږ راتلونکې ميندې باسواده او په پوهه سمبال وي.

که د استعداد او لياقت خبره وي نو نجونې هم د ډېر ښه استعداد درلودونکې دي. د نجونو يوه ځانګړتيا داده چې د ليک لوست په څنګ کې له خپلو ميندو سره د کور په کارونو کې هم مرسته کوي.

زموږ د پورته خبرو ډېر ژوندی مثال وړوکي زحل ده. زحل په پټه د ښوونځي له تورې تختې او د خپل ورور له کتابونو په ډېر لنډ وخت کې تر لسو پورې حساب او د الفبا څو توري زده کوي.

او بيا له دغه حساب څخه د خپلې ورکې ميږې په پيدا کولو کې عملي ګټه اخلي. کله چې د زحل پلار د خپلې لور ځيرکتيا او له سبق سره مينه وينې نو هغه په ښوونځي کې شاملوي.

د زحل کيسه د هغو کورنيو لپاره چې خپلې نجونې ښوونځي او سبق ته نه پرېږدي له پند نه ډکه کيسه ده. که موږ او تاسې هم د زحل په څير له ليک او زده کړې سره مينه ولرو او په لټه کې يې شو نو ضرور به خپل ارمان ته ورسيږو.

زحل يوه شپنه نجلۍ
حساب څخه د خپلې ورکې ميږې په پيدا کولو کې عملي ګټه اخلي

د تور گل کورنی مصور کتابونه
پلرنی کور
خانۀ نو زندگى نو: نجارى مجيدخانۀ نو زندگى نو
نجارى مجيد
د ماشومانو لپاره د کيسو تصويري کتابونه د کتابونو لړۍ
د ماشومانو لپاره د کيسو تصويري کتابونه
خانۀ نو زندگى نو: حالت ثمر گلخانۀ نو زندگى نو
حالت ثمر گل
نوى کور نوى ژوند: د اوبو پر سر شخړهنوى کور نوى ژوند
د اوبو پر سر شخړه
خانۀ نو زندگى نو: قوريـــــــــــــــــــــــــهخانۀ نو زندگى نو
قوريـــــــــــــــــــــــــه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>