BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:00 گرينويچ 2007 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چيرته چې ښوونځی نشته
مشهوره وينا ده چې: ليک لوست روښنايي ده. خوښ يو چې د همدې وينا پر بنياد مو د دغې روښنايۍ دريم څراغ د افغان نشراتي ادارې ( انا ) له خوانه روښانه کړ.

"چيرته چې ښوونځی نشته" د ليک لوست د زده کړې هغه پرله پسې درسونه دي چې د ” نوي کور، نوي ژوند“ په مجله کې د نويو زده کوونکو لپاره خپاره شوي، او موږ يې اوس د کتاب په بڼه ستاسې مخ ته ږدو.

د دې کتاب درسونه په ډېرو ساده تمرينونو او مشقونو کې تنظيم شوي چې هر لوستی تن په ډېرې آسانۍ سره نالوستو کسانو ته ورځنې ليک لوست زده کولای شي.

په درسونو کې هڅه شوې چې په ژوند کې د ډېرو اساسي ضرورتونو په اړه ګټور مالومات او پيغامونه لوستونکو ته وړاندې شي. د دې کار ګټه به دا وي چې هم به زموږ نالوستي وروڼه او خويندې د ليک لوست له نعمت څخه برخمن شي او هم به په دې وسيله د ژوند ځينې لارې چارې زده کړي.

همدا اوس زموږ په وطن کې زيات شمير ماشومان د ماينونو له ناورين سره مخ دي. ځنې د داسې ناروغيو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا د ژوند تر پايه معيوب پاتې کيږي چې د يو ډېر ساده تدبير په نيولو سره له دې مصيبتونو ځان ژغورلی شي.

پاکۍ او صفايۍ ته پاملرنه، په خپل وخت واکسين کول، د ماينونو له خطره خبريدل، له نشې ځان ساتل، ليک لوست ته مخه کول او نور په لسګونو داسې موضوعات د کتاب په بيلابيلو درسونو کې شته چې موږ سره د يو هوسا ژوند په برخه کې مرسته کوي.

د دې کتاب د درسونو بل ښه والی دا دی چې همدا موضوعات يو ځل د ” نوي کور، نوي ژوند“ د ډرامې له لارې په راډيو کې بيا د ” نوي کور، نوي ژوند“ په مجله کې اوپه دريم ځل يې چې څوک په دې کتاب کې لولي، نو په ډېرې آسانۍ سره به يې ځينې ګټورې خبرې په ذهن کې ځای ونيسي.

د لوستونکو له خوا " چيرته چې ښوونځی نشته" د لومړي او دوهم کتاب ښه استقبال موږ دې ته وهڅولو چې د دې لړۍ دريمه برخه هم راټوله او خپلو مينه والو ته يې د کتاب په شکل ډالۍ کړو.

د دې کتاب تر څنګ موږ زيار باسو چې ډېر ژر د نويو زده کوونکو لپاره د حساب يو کتاب هم چاپ ته چمتو کړو. هيله ده په دې کار کې زموږ د هڅونې په خاطر ګټور نظريات او وړانديزونه ونه سپموئ.

ښوونځىنوي کور، نوي ژوند
چرته چې ښوونځى نشته
زمري او موږکزمري او موږک
مشهوره فلکلوريکه کيسه
پخوانۍ ولسي کيسهپخوانۍ ولسي کيسه
سپين ږيری او د هغه زامن
 مورنۍ مينه مورنۍ مينه
د يوې مور آرمان
طلايي کبطلايي کب
بې ځايه خيالونه او د ژوند بدرنګۍ
لـــټــونلـــټــون
د دنيا پر مخ به څوک تر ټولو قوي او مهم وي
احمد خپل پلار ژغوريرنگينه مصوره کيسه
احمد خپل پلار ژغوري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>