|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د نړۍ ستر قرآنکريم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نازيې او يارمحمدله لالوماماسره دماڼۍ دالېزونوته تر ننوتلو وروسته ددالېز پر دېوال ديوه سترقرآن کريم تصوير وليد، چې لالوهغه دنړۍ په لاس ليکل شوی ترټولو سترقرآن کريم ياد کړ. نازيې دياد قرآن پاک په هکله له لالومامانه نور مالومات وغوښتل، هغه ورته پدې اړه لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانوته داسې مالومات ورکول: "دنړۍ په لاس ليکل شوی سترقرآن کريم په کابل کې د يوې ښکلې مرمرينې ودانۍ په يوه خونه کې په يوه وسپنيز رحيل کې اېښودل شوی دی. درحيل شيشه دالمان او ډبرې يې له ايټاليې له هېواد نه راوړل شوي دي. دياد قرآنکريم اوږدوالی (٢٢٨) سانتې متره ، پسور يې(٥٥) سانتي متره او پېړوالي يې (١٨)سانتي مترو ته رسيږي اوپاڼورنګ يې آبي، ياسمني مخلوط دی. ټول قرآنکريم د سرو زرو په اوبو د پروان ولايت دغوربند اوسيدونکي، محمد صابر ياقوت حسينې خدري دنېږدې (۷) کالونوپه موده کې په لاس ليکلی دی. دپاڼو شمېر يې (۲۱۸)ته رسيږي، له ټوکرنه جوړې او په منځ او دواړوخواوو کې يې کاغذ کارول شوی دی، چې دپاڼودپاېښت ضمانت کوي.
ټولې پاڼې يې ښکلې ميناتوري شوي او پوښ يې د وزو له پوستکي جوړ او دټول قرآنکريم وزن (٥٠٠) کيلوګرامه دی. دخبريال دخبرو له پای ته رسېدو وروسته دريڅه وتړل شوه، لالومامادخپلو مېلمنوپاملرنه ديوې بلې دريڅې ليدلو ته ورواړوله. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||