BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:17 گرينويچ 2012 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ټکه

ټکه
په تالنده او برېښناکې وسپنيزوشيانو، غونډيو او داوبو ډنډونوته مه نېږدې کيږئ.
ليلا او نجيب پداسې مهال له لالوماماسره دماڼۍ دالېزونوته دننه شول، چې تالنده او باران پيل اودماڼۍ له يوې کړکۍ نه يې اور وليد، چې پر يوې غونډۍ راکښته شو او ورسره سم دتالندې غږ هم پورته شو.

لالو هغه اور ټکه ( تندر) وباله. نجيب او ليلا په دی اړه د لا زياتو مالوماتو غوښتنه وکړه، لالو ورته په دې اړه لاندې دريڅه را پرانيستله.

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانوته داسې مالومات ورکول: "کله چې باد ورېځې پورې وهي، د وريځو ټوټې يوه له بلې سره موښل کيږي.

ددې کار په پايله کې دورېځو دټوټو ترمنځ دبرېښنا جريان پيدا کيږي، چې دياد جريان دډېروالي له امله په ورېځ کې برېښنا رامنځته کيږي.

له دغه جريان څخه دومره تودوخه پيداکيږي، چې هواسره شيندي او دتودوخې زور ديوې چاودنې په څېر وي او لوړ غږ ورځنې پورته کيږي، چې تالنده يې بولي.

د وريځو د موښل کېدو په پايله کې، چې کله وريځې مثبت چارچ واخلي ، ځمکې ته نېږدې کيږي.

په ځمکه کې دمنفي چارج دموجوديت له امله دځمکې او ورېځ ترمنځ دبرېښنا جريان رامنځته کيږي.

ټکه
کله چې باد ورېځې پورې وهي، د وريځو ټوټې يوه له بلې سره لګيږي او دبر ېښنا جريان ترې پيدا کيږي..

دغه جريان دومره زيات چې ډېر لوړ غږ او رڼا کوي اوپرځمکه داور ديوې لمبې په څېر راپرېوځي، چې ټکه يې بولي، اوپر هر ځای، چې را پرېوځي هغه ځای سوزوي.

کله چې تالنده او باران وي، غونډيو او اوسپنيزو شيانو او د اوبو ډنډونو ته بايد نږدې نشو، ځکه ټکه ډېر ځله په همداسې ځايونو را لوېږي. " دخبريال دخبرو په پای ته رسېدودريڅه هم وتړل شوه.

اميرکروړيوه ماڼۍ او زر دريڅې
جهان پهلوان
چپه نمکيوه ماڼۍ او زر دريڅې
چپه نمک
ورځپاڼهيوه ماڼۍ اوزردريڅې
ورځپاڼه
 نجونې او زده کړه يوه ماڼۍ او زر دريڅې
نجونې او زده کړه
 د سرکس لوبېيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د سرکس لوبې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>