BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:47 گرينويچ 2012 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: نجونې او زده کړه

 نجونې او زده کړه
هرډول ترکاري بايدترخوړلومخکې په پاکومالګينواوبو او ياکلورينو ومينځل شي.
زمری ماڼۍ ته ولاړ ، چې خور يې، زرغونه هم ورپسې ورغله. زمري په غوسه ترې وپوښتل، چې ولې له کوره وځي، چې پدې مهال لالوماماراغی اوټول دماڼۍ دالېزونوته ولاړل.

لالوماما له زمري وپوښتل، چې ولې زرغونه له کورنه دباندې نه پرېږ دې او ترې ويې غوښتل، چې تردې وروسته دې تل راولي، چې يوڅه زده کړي.

زمري په ځواب کې ورته وويل، چې د نجونوله زده کړې سره څه کار دی. لالو ماما دزمري دخبرې په تړاو هغوی ته لاندې دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

مېلمنو په دريڅه کې پروين وليدله، چې له ښوونځي نه راغله او موريې وليدله، چې ترکاري يې مينځله.

هغې له مورنه وغوښتل، چې ترکاري دې په پاکو اوبو، مالګه يا کلورينو ومينځل شي. پدې وخت کې دپروين پلار پروين ته په غوسه شو.

هغه له پروين نه وپوښتل، چې دا خبرې يې چېرې زده کړي دي. پروين له ښوونځي او ښوونکي وويل.

له هغې ورځې وروسته دپروين پلار هغه ښوونځي ته له تګ نه منع کړه. په سبايې دپروين مور اوپلار ناروغه اوپه روغتون کې بستر شول.

ترکاري
داکتر دپروين دمور او پلار ناروغي دناپاکې ترکارۍ دخوړلو له کبله وښودله.

ډاکتر دهغوی دناروغۍ لامل دناپاکه ترکارۍ خوړل يادکړل. پروين دډاکترخبره تاييد او ويې ويل، چې هغوی تېره ورځ ناپاکه ترکاري خوړلې وه.

پروين وويل، چې داخبرې يې په ښوونځې کې زده کړي دي. ډاکتر دپروين هوښياري وستايله او داټول يې دزدکړې برکت وباله.

. دپروين مور او پلار په خپلو کړنوپښېماني څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې خپله لوربه ښوونځی ته له تګ نه منع کوي.

 د سرکس لوبېيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د سرکس لوبې
دمتل کيسهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د خلکو خولې څوک نشي بندولی
اداري فساديوه ماڼۍ او زردريڅې
اداري فساد
لومړنی کمپيوټريوه ماڼۍ او زر دريڅې
لومړنی کمپيوټر
ملي هيندارهيوه ماڼۍ اوزر
دريڅې: ملي هينداره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>