BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:21 گرينويچ 2012 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د خلکو خولې څوک نشي بندولی

لالوماما او مېلمانه
لالوماماخپلومېلمنوته د چاخولې څوک نشي بندولی، متل دکيسې په اړه دريڅه پرانيستله.
متين او شاکره د ماڼۍ په دالېزونوکې له لالوماما سره ګرځېدل، چې دلالو پام دمتين خواشينۍ ته واوښت. متين يې لامل دده په رسم کړې نقشه د انډيوالانو ملنډې وښودې.

لالوماما ديوه متل يادونه وکړه، چې وايي: "دخلکو خولې څوک نه شي بندولی،" اوددې متل دکيسې په اړه يې لاندې دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

په دريڅه کې "د خلکو خولې څوک نشي بندولی" دکيسې په اړه يوې انا خپلو لمسيانو داسې ويل:

" په پخوا زمانوكې يوه سپين ږيږي سړي خپل زوی په خره سپور او له يوه کلي تېرېدل
يوه تن وويل:

هغه سپين ږيري ته وګورئ، غټ هلک يې پر خره سپور کړی پخپله پياده روان دی. پلار يې هلک له خره کښته اوپخپله په خره سپور شو.

کله چې لږ وړاندې ولاړل، يوبل تن وويل، چې غټ سړی په خره سپور او کوچنی زوی يې له پياده مزل نه مړ کړ.

ددې خبرو په اورېدو دواړه پياده روان شول، چې يوه بل کلي ته ورسېدل.هلته يوه هلک وويل، دوی ته ګوری، خريې ترمخ اودوی پياده روان دي.

دمتل کيسه
خلکو ويل، چې غـټ سړی په خره سپور، ماشوم يې پلی روان دی.

په دې وخت کې پلار او زوی دواړه په خره سپاره شول.کلې چې لږ مخکې ولاړل، يوبل کس وويل، چې هغوظالمانوته وګوری، دوه تنه په يوه خره سپاره دي، خريې له ستړيامړکړ.

زوی پلارته دخلکودخبرو په اړه وويل. پلاريې وويل، اوس پوه شوم،چې دخلکو خولې څوک نه شي بندولی او پدې توګه يې خپل مزل ته دوام ورکړ."

اداري فساديوه ماڼۍ او زردريڅې
اداري فساد
لومړنی کمپيوټريوه ماڼۍ او زر دريڅې
لومړنی کمپيوټر
ملي هيندارهيوه ماڼۍ اوزر
دريڅې: ملي هينداره
مهارانتيوه ماڼۍ او زردريڅې
کوچنی لامبوزن
بغلانيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د بغلان ولايت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>