محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | بغلان دافغانستان په شمال کې له پنجشير، کندز، سمنګان او باميانوسره تړلی دی. |
مريمې او ميلاد د ماڼۍ په انګړ کې لالوماما په داسې حال کې وليد، چې په نقشه کې يې صنعتي بغلان کوت. هغه له مېلمنوسره ترروغبړ وروسته ټول دماڼۍ دالېزونوته بوتلل. ماشومانو له لالونه وپوښتل، چې ولې ورته صنعتي بغلان وايي. لالوپه ياد ولايت کې دزياتوفابريکودشتون وويل او په اړه يې لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال دبغلان په اړه ځوانکيانوته داسې مالومات ورکول: "بغلان د افغانستان له شمالي سيموڅخه دی، چې مرکزدپلخمري ښار دی او له پنجشير، کندز، سمنګان او باميانوسره تړلی دی. پدې ولايت کې تاجک، پښتانه، هزاره، ازبک ، ايماق، ګجر او يوشمېرنور قومونه ژوند کوي. دبغلان په ولايت کې د بورې، سمنټو، رخت او ډبروسکرو فابريکې شتون لري او ترڅنګ يې دسرو زرو، ګچ، ډبروسکرو ،مرمرو او سمنټوکانونه هم شته دی.  | | | بغلان يوکرنيز ولايت هم دی، چې دوريجوترڅنګ پکې راز، راز مېوې هم کيږي. |
بغلان پر دې سربېره کرنيز ولايت هم دی، چې وريجې، هندواڼې، خټکي، شفتالو، زردالو، مڼې او داسې نورشيان پکې کيږي." دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه وتړل. لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې ليدوته ور وبلل. |