|
يوه ما ڼۍ او زر دريڅې: ورېښم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
طييب او زرلښته د ماڼې په انګړ کې د ماڼۍ له شهزاده سره مخ په داسې حال کې مخ شول، چې هغه ښکلې چپن اغوستې وه. مېلمنوتر روغبړ وروسته دشهزاده دچپنې په اړه وپوښتل. شهزاده هغه ورېښمينه وګڼله اوټول دماڼۍ دالېزونوته دننه شول. زرلښتې له شهزاده نه د ورېښمو په اړه مالومات وغوښتل. شهزاده ورته پدې هکله لاندې دريڅه پرانيستله: دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال يوشمېرځوانکيانوته د ورېښمو په اړه مالومات ورکول. خبريال وويل: "ورېښم له پخوا وختونوراپدېخوا خلکوپېژندلي دي. له ورېښموپه خلکو دوياړ ډکو او ښکلو جاموپه جوړولو کې کار اخيست. په پخوا زمانوکې دورېښمو صنعت يوازې په چين کې رواج درلود. دهغه هېواد دشاهي کورنيو غړوبه ورېښمينې جامې جوړولې. د ورېښمو تار ډېر مقاومت او زيات اوږدېدو قابليت لري. ورېښم له ځانګړو چينجيونه لاسته راځي، چې دورېښموچنجي يې بولي. دا چينجي له (۵-۸) سانتي متروپورې اوږدوالی، خړ رنګ او تر (۵۰۰) پورې هګۍ اچوي. د ورېښمو چينجی دلمر له مستقيمو وړانګو ليرې دتودوخې له دېرشو درجوپه کمه آب او هوا کې ساتل او خوراک يې دتوتانوپاڼې دي.
دا چينجی ترڅلورو ورځوپورې تر ځان تار راتاووي، چې هره غوزه يې يونيم ګرام وزن لري. وروسته ترهغې د ورېښموچينجی دپتنګ په بڼه له غوځې راوزي. دهرې غوزې دتاراوږدوالی تر١٠٠٠ متروپورې رسيږي له ١٠_٣٠ کيلو ګرامه غوزوڅخه يوکيلوګرام خالص ورېښم ترلاسه کيږي." دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. شهزاده مېلمنوته يوه بله دريڅه پرانيستله. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||