BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:38 گرينويچ 2011 ,10 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې : استاد غلام حسين

مددي
استاد دموسيقي په برخه کې زيات شمېرشاګردان روزلي، چې مددي هم له دې ډلې نه يو دی.
عبدالله او مريمې لالو دماڼۍ دانګړترمخ وليد، چې په ټيپ کې يې يوه پخوانۍ سندره اورېدله. عبدالله دوی تر روغبړ وروسته ديادې سندرې دسندرې غاړي په اړه وپوښتل. لالوماما هغوی دماڼۍ دالېزونوته بوتلل.

لالو ماماسندره داستاد غلام حسين وګڼله او دمېلمنوپه غوښتنه يې هغوی ته لاندې دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

په درڅه کې دماڼۍ خبريال يوشمېر ځوانکيانو ته داسی مالومات ورکول:

"استاد غلام حسين په ١٢٦٥ کال دکابل ښار دخراباتو په کوڅه کې زيږيدلی او له شپږ کلنۍ نه يې له موسيقي سره مينه پيداشوه.

پلاريې دده له دغه کار سره رضايت نه درلود خودزوی شوق هغه وهڅاوه، چې هندوستان ته يې بوځي او هلته يې شاګرد کړي.

استاددهندوستان له پېژندل شويو استادانو لکه : امام الدين سيال کوټي،استاد پنډټ بها شکلا، او استاد فتح علی خان نه زده کړې وکړي.او ډير شهرت يې ترلاسه کړ.

استاد پيانو،اکارډيون،هارمونيه،دلربا،ويلون ، تبله او سه تار غږولای شوای او په دې برخه کې يې زيات شمېرشاګردان هم روزلي دي.

داستاد غلام حسين شاګردان
استاد سراآهنګ ،استاد شيدا،استادرحيم بخش،استاد ارمان هم داستاد له شاګردانونه دي.

استاد سراآهنګ ،استاد شيدا،استادرحيم بخش،استاد ارمان، جليل ځلاند، مددي،ميرمن پروين فضل احمد نينواز اويوشمېر نور يې له شاګردانوڅخه دي.

استاد غلام حسين په ١٣٤٦ کال دسرطان دمياشتې په ٢٧ نيټه د٨١ کلو په عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. "

دحبيبېې لېسهيوه ماڼۍ او زردريڅې
لومړنۍ ليسه
د نړۍ تر ټولو ستر ساعتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دنړۍ ستر ساعت
 تنبوريوه ماڼۍ او زر دريڅې
تنبور
دخوست جامع جوماتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ناجيه نجات
نينوازيوه ماڼۍ او زر دريڅې
نينواز
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>