 | | | دغه ستر ساعت څلور مخونه اوشاوخوا (٤٣) متر مربع پنډوالى لري. |
ګلالۍ او حميد دماڼۍ د يوه برج پرسريو ساعت وليد، چې غټوالي ته يې په چورت کې ډوب شول. پدې مهال لالوماما راغی او تر روغبړ وروسته يې وويل، چې په نړۍ کې تردې سترساعت هم شته او ټول په ګډه دماڼۍ دالېزونوته ور دننه شول. دماڼۍ په دالېزونو کې ګلالۍ له لالومامانه دنړۍ دترټولوستر ساعت په اړه مالومات وغوښتل . هغه ورته لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانو ته دنړۍ دسترساعت په هکله داسې مالومات ورکول: "د نړۍ تر ټولو ستر ساعت دسعودي عربستان په مکه معظمه کې ديوه منارپرسرځړول شوی دی. ياد ساعت (٤٠) متره اوږد ، دځمکې له سطحې نه يې لوړوالی (٤٠٠) متره اودمکې دښار له اته کيلومترۍ نه ترسترګو کيږي. دغه ستر ساعت څلور مخونه او شاوخوا (٤٣) متر مربع پنډوالى لري، چې له همدې كبله يې په نړۍ كې د ډېر ستر ساعت ريكارډ مات كړى دى.  | | | دنړۍ سترساعت دځمکې له سطحې (٤٠٠) متره لوړ اودمکې دښار له اته کيلومترۍ څخه ښکاري |
نوموړي ساعت د(٩٠) مليونورنګه ښيښه يي ټوټو په واسطه پوښل شوى دى، چې څلور مخونه لري او پر هر يوه يې د الله (ج) نوم ليكل پردواړو خواوويې طيبه کلمه کښل شوېده. ددې ساعت د دقيقه ګر اوږدوالی (٢٢) متره او د ساعت ګر (١٧) متره دی، چې د هرې عقربې وزن شپږ ټنه او دساعت ټول وزن (٣٦) زره ټنه دی، چې پر يوه اوسپنيز چوکاټ نصب شوی دی." |