BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:42 گرينويچ 2011 ,02 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د زړونو انځورګر

استاد غلام محمدميمنګي
استادته په آلمان کې د۱۲ هنرونودزده کولو په وياړدپروفيسورۍ لقب ورکړ شو.
سهيلا او مسعود دماڼۍ په دالېزونوکې يو تصويروليد او په اړه يې له لالومامانه وپوښتل. لالوهغه داستاد غلام محمدميمنګي تصويروباله.

مېلمنود استاد په اړه له لالومامانه مالومات وغوښتل، هغه استاد فارياب ولايت دميمنې اوسېدونکی وباله او په اړه يې ورته لاندې دريڅه پرانيستله:

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانو ته داسې مالومات ورکول:

"پروفيسور استاد غلام محمد ميمنه ګي دهېواد تکړه انځورګر په کال ١٢٥٢ لمريز کې دميمنی ښه ښار کې زيږدلی دی.

له ماشوموتوب نه يې دانځورګرۍ له هنر سره مينه د رلودله وه اودا هنر يې له جان ګری نه، چې دامير عبدالرحمن خان ډاکټر و. زده کړ.

په کال ١٣٠١ کال کې دانځورګرۍ برخه کې دلوړو زدکړولپاره د المان هېواد ته ولاړ او هلته يې ١٢ ډوله هنرونه زده کړل.

د همدې برياوو په پايله کې الماني استادانو ورته دپروفيسورۍ لقب،دسروزرونښان او دلاجوردو يوکپ هم ډالۍ کړ.

استاد دميناتورۍ په برخه کې هم کارکاوه اود هنر سبک يې ريالستيک او کلاسيک و، له روغني او آبي رنګونويې ډېرکاراخيست.

داستاد مقبره
استاد په ۱۳۱۴ کې په کابل کې وفات اوجنازه په عاشقانواوعارفانوکې خاورو ته وسپارل شوه.

په لويديځ کې تر تحصيل وروسته يې ځينې اثار له غربي سبک سره هم ورته والی لري.

د نوموړې د اثارو کره شمېر نه دی معلوم خو په ملي ګالرۍ کې د نوموړې ١١ ډوله آثار موجود دي.

استاد ميمنګی په ١٣١٤ کال کې د ٦٢ کلنو په عمرپه کابل کې ومړ او جنازه يې د عاشقانو او عارفانو په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه."

دخوست ولايتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دخوست ولايت
استاد هاشميوه ماڼۍ او زر دريڅې
د موسيقۍ نابغه
ترټولو ستره بيړۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولو ستره بيړۍ
ترټولودروند سړیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولودروند سړی
نوی کاليوه ماڼۍ او زر دريڅې
نوی کال
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>