آرش او هما دماڼۍ په انګړ کې لالوماما وليد چې سندره يې اوريدله، دواړه نږدې ورغلل اوله هغه نه يې دسندر غاړې په هکله وپوښتل. لالو هغه استاد هاشم وباله. وروسته په ګډه د ماڼۍدالېزونوته ورد ننه شول. ځوانکيانو داستاد هاشم دژوند په هلکه له هغه نه وپوښتل. لالو ماما ورته لاندې دريڅه پرانيستله: دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال استاد هاشم چشتي دافغانستان نامتو سندرغاړې او تبله غږونکی وباله. خبريال وويل، چې استاد هاشم دچاچه محمود زوي په کال ١٣١٣ کې دکابل د خراباتو دکوڅې په خواجه خوردک کې زېږېدلی دی. استاد له ماشومتوب نه له موسيقۍ سره مينه وه، دا هنر يې له خپل پلارنه زده اوپه اته کلنۍ کې يې خپله لومړنۍ سندره په ژوندۍ بڼه له راډيونه خپره کړه. استادهاشم دموسيقۍ بېلابېلې آلې لکه: رباب، تنبور،دلربا، سارنګ، غيچکه ،سه تار اويوشمېر نورې آلې غږولی شوې.  |  استاد هاشم په ١٣١٣ کال کې دکابل د خراباتو په کوڅه کې زېږېدلی.  |
استاد ته داطلاتو او فرهنګ وزارت لخوا داستادۍ لقب ورکړل شو . هغه سربېره پردې چې خپله يې سندرې ويلې، نوروهنرمندانوته يې هم سندرې جوړولې. استاد په ۱۹۹۴ کال په المان کې دخپل يوه شاګردلخوا په شهادت ورسېد. دخبريال د خبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. |