 | | | د Oasis of the Seas بېړۍلوړواالی (72) متره او د (2600)تنومساپرو دلېږد وړتيا لري. |
جميل او جميله دماڼۍ په انګړکې له لالوماما سره مخ شول اوتر روغبړ وروسته ټول دماڼۍ دالېزونوته ننوتل، چې ديوې سترې بېړۍ تصوير دځوانکيانوپاملرنه ځانته ورواړوله. جميلې له لالونه دکشتۍ په اړه وپوښتل. لالوماما هغه دنړۍ تر ټولو ستره کښتۍ وښوده اودمېلمنوپه غوښتنه يې لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال يوشمېرځوانکيانوته دنړۍ دسترې بېړۍ په اړه داسې مالومات ورکول: "دنړۍ د ترټولو سترې بېړۍ (Oasis of the Seas) دجوړولوفرمايش د درويل کاربين په نوم يوه امريکايي شرکت ورکړی و. ددې بېړۍ دجوړولو چارې په (2006) کال دفنلنډ په هېواد کې پيل او په (۲۰۰۹) کال بشپړې شوې.. دايوه سياحتي بېړۍ ده، چې (۳۶۰) متره اوږدوالی او (65) متره پسور لري.  | | | دنړۍ د ترټولو سترې بېړۍ دجوړولوفرمايش يوه امريکايي شرکت ورکړی و. |
داوبو له سطحې دبېړۍ لوړواالی (72) متره دی اوټول ټال د (2600)تنومساپرو دلېږد ظرفيت لري. " دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه او لالوماماخپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې لېدوته وروبلل. |