BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:29 گرينويچ 2011 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: حوره شاعره

لالوماما
لالومامامېلمنوته دماڼۍ په مشاعرې کې ديوې ځوانې شاعرې،حورې دګډون وويل.
نسيمه او اجمل لالو ماماته په تمه خوهغه له ډېرځنډ وروسته راغی اوپه ماڼۍ کې يې دداسې يوې مشاعرې يادونه وکړه، چې دحورې په نوم يوه ځوانه شاعره هم پکې وه.

دماڼۍ دالېزونوته تر ننوتلو وروسته مېلمنودحورې په اړه مالومات وغوښتل. لالوماما ورته لاندې دريڅه پرانيستله:

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانودحورې په اړه داسې مالومات ورکول:

"حوره سپېڅلې دلوګر ولايت اوسيدنکې، دژبواو ادبياتو پوهنځي محصله ده، چې له ماشومتوب نه يې دشعر او شاعرې سره مينه درلودله.

نوموړې خپل لومړنۍ شعر دښوونکې په هکله ووايه، چې دښوونکواو کورنۍ لخوا ډېره تشويق شوه.

حوره اوس د(۱۵۰) پارچوپه شاوخواکې شعرونه لري، چې ډېری يې دښځوپروړاندې د تاوتريخوالي په اړه دي.

ديوې هغې پنځه کلنې نجلۍ په اړه دهغې هغه شعرتاسې ته ډالۍ کوو، چې پلاريې مړ او وروريې دخپل پور د اداکولو په موخه واده کړې وه.

حوره
حوره اوس (۱۵۰) پارچې شعرونه لري، چې ډېری يې دښځوپروړاندې دتاو تريخوالي په اړه دي.

ګناه مې څه ده؟

ګناه مې څه ده وروره، چې مې نظر نه پوښتې- زما دهيلو او خوبونو يو سحرنه پوښتې- ما خو دهيلو خپل خالق ګڼلې- ما به ويل چې ته زما په سر ولاړ اسمان يي

خو تا دخپلو ګناهو سپر کړم-تاخو زما دحق وينا ونه کړه-دا ټول حقونه به زه تاته پريږدم-بس نور څه نه غواړمه-يوه وروستۍ خبره واوره زما

استاد غلام محمدميمنګييوه ماڼۍ او زر دريڅې
د زړونو انځورګر
دخوست ولايتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دخوست ولايت
استاد هاشميوه ماڼۍ او زر دريڅې
د موسيقۍ نابغه
ترټولو ستره بيړۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولو ستره بيړۍ
ترټولودروند سړیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولودروند سړی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>