BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:13 گرينويچ 2011 ,14 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: دخوست جامع جومات

دخوست جامع جومات
دخوست جامع جومات دوه پوړه لري، چې په يو مهال لس زره لمونځ کوونکي پکې ځاييږي.
لالو د ماڼۍ په دالېز کې نجيبې او فوادته دخپل يوه ملګري کيسه وکړه، چې دخوست په جامع جومات کې ورته دلمانځه پرمهال زنګ راغلی و اوله مېلمنويې وغوښتل، چې پداسې ځايونوکې دې خپل مبايلونه بند وساتي.

ماشومانودلالالو ماماخبر تاييد او هيله يې وکړه، چې دخوست دجومات په اړه ورته يوه دريڅه پرانيزي. لالوماماورته لاندې دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ دخبريال يوشمېرځوانکيانوته دخوست دجامع جومات په اړه داسې مالومات ورکول:

"د خوست جامع جومات دبنسټ ډبره په ١٣٧٠ کال کې کېښودل شوه اودعربي متحده اماراتو په مالي مرسته په ۱۳۸۳ کال کې يې کار بشپړ شو.

جومات په دوه پوړه لري، چې په شپږ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې دننه برخې اوږدوالی يې ٦٠ متره او پسور يې ٤٥ متره دی.

ددې جومات نوم محمدي جامع جومات دی، چې په يوه وخت کې (۱۰) زره لمونځ کوونکي پکې ځاييږي.

د جومات په انګړ کی په لسګونو د اوبونلونه او د اودس خونې شته او يوښکلي حوض دجومات ښکلا نوره هم زياته کړېده.

دخوست جامع جومات
د خوست جامع جومات ختيځ ته بازاراو لويديځ ته يې دخلکو اود سېدو ځايونه دي.

د جومات ختيځ ته بازار، لويديځ ته يې دخلکو اوسېدوځايونه، شمال ته يې د پوليسو امنيه قومانداني اودخوست مېلمستون اوجنوب ته يې هم دخلکوکورونه دي."

دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه، لالوماماخپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې ليدوته وروبلل.

نينوازيوه ماڼۍ او زر دريڅې
نينواز
حوره يوه ماڼۍ او زر دريڅې
حوره شاعره
استاد غلام محمدميمنګييوه ماڼۍ او زر دريڅې
د زړونو انځورګر
دخوست ولايتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دخوست ولايت
استاد هاشميوه ماڼۍ او زر دريڅې
د موسيقۍ نابغه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>