 | | | نينواز دمرحوم استاد اولميرپه څېردهېواد وتلوهنرمندانوته هم سندرې جوړولې. |
حسنااو الياس لالو ماما دماڼۍ په انګړ کې وليد، چې ګلان يې اوبه کول او تر روغبړ وروسته درې واړه دماڼۍ دالېزونوته ورد ننه شول. دماڼۍ په داليز کې د الياس پام يوه انځورته واوښت اوپه اړه له لالوماما نه وپوښتل. لالوهغه نينواز ياد اوپه اړه يې لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال يو شمېرځوانکيانوته دنينواز په اړه داسې مالومات ورکول: فضل احمد نينواز دفيض محمد ذکريازوی په ١٣١٢ کال دکابل په ښار کې زيږيدلی، چې دښوونځي له دورې يې موسيقي ته مخه کړې وه. نينواز لومړنۍ زده کړي داستقلال په ليسه او لوړې زده کړې يې دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علوموپه څانګه کې تر سره کړي دي. تر فراغت وروسته يې دبهرنيو چارو په وزارت دنده ترلاسه او ترڅنګ يې مرحوم استاد اولمير، ساربان، احمدظاهر اويوشمېرنوروته سندرې هم جوړولې. نينواز دموسيقي په ډګر کې زيات شمېرشاګردان روزلي، چې له هغې ډلې نه کولی شو داکبر رامش، احمدولي، هنګامې او سلمانومونه يادکړو.  | | | سلما، اکبر رامش، احمدولي او هنګامه دنينواز له شاګردانوڅخه شمېرل کيږي. |
زموږ دهېواد دموسيقي دغه وتلې څېره په ۱۳۵۸ کال کې ترۍ تمه اوتر نن پورې يې څرک ونه لګېد. له هغه نه دحارث په نوم يو زوی او دسحر په نوم يوه لور پاتې ده. دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه وتړل شوه، لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې ليدوته وروبلل. |