 | | | د حبيبېې ليسه په ١٢٨٢ کال دامير حبيب الله خان دپادشاهۍ پرمهال جوړه شوې ده. |
فرزانې او فرها دلالو ماما دماڼۍ په انګړکې وليد، چې په افغانستان کې يې دلومړنۍ ليسې په اړه په يوه ورځپاڼه کې مالومات لوستل. ماشومانوتر روغبړ وروسته له لالوسره دماڼۍ دالېزونوته دننه شول. هلته فرزانې ديادې ليسې په اړه ترې مالومات وغوښتل، لالوورته لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال يوشمېر ځوانکيانوته په افغانستان کې دلومړنۍ ليسې په اړه داسې مالومات ورکول: په افغانستان کې لومړنۍ ليسه دحبييی په نوم ياديږي، چې په ١٢٨٢ کې دامير حبيب الله خان دپادشاهۍ پرمهال جوړه شوې ده.  | | | د حبيبېې په ليسه کې په يوه وخت (۱۲) زره زده کوونکي په زده کړه بوخت وي. |
دا لېسه په څلورو پوړونوکې ودانه شوې،چې (۲۴) اداري څانګې او (۶۰) ټولګي لري، او په يوه وخت کې (۱۲) زره زده کوونکي پکې په زده کړه بوخت وي. دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه، لالوماماخپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې ليدو ته ور وبلل. |