 | | | بادام دانسان جلد شفاف، ويښتان قوی او دزړه دنارغۍ مخنيوی کوي. |
تمنااو تواب لالو دماڼۍ په انګړ کې وليد، چې دونې تر سيوري لاندې ناست و اوله چای سره يې بادام خوړل. هغوی هم نېږدې ورغلل، چې لالوهغوی ته يو، يو موټی بادام ورکړل. تمنا دبادامودخوړلو ترڅنګ دبادامو دګټې په اړه وپوښتل. لالو هغوی دماڼۍ دالېزونو ته بوتلل او لاندې دريڅه يې ورته پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال بادام يوه انرژی لرونکی مېوه وګڼله، چې پوره اندازه د ای ويټامين، پروتين، پوتاسيم،کلسيم، فاسفورس او وسپنه لري.  | | | بادام دای ويټامين، پروتين، پوتاسيم،کلسيم، فاسفورس او وسپنه لري. |
بادام دانسان جلد شفاف، ويښتان قوی او دزړه دنارغۍ مخنيوی کوي. خبريال دابوعلي ابن سيناله قوله بادام دټټر نرموونکي، دمعدې تقويه کوونکي، دحافظې اوسترګو د دېد لپاره ګټور وبلل. دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. لالوماماخپلو مېلمنوته يوه بله دريڅه پرانيستله. |