BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:26 گرينويچ 2012 ,16 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: لومړنی کمپيوټر

لومړنی کمپيوټر
لومړی ځل چينايانو دشمېرنې لپاره يو ځانګړی ماشين جوړکړ، چې چوټ يې باله.
مريمه او ميلاد په ماڼۍ کې لالو ماما په داسې حال کې وليد، چې کمپيوټر ته ناست و. تر روغبړ وروسته ټول په ګډه دماڼۍ دالېزونوته ور دننه شول.

مريمې له لالومامانه د کمپيوټر دپيدايښت په اړه وپوښتل، هغه ورته لاندې دريڅه پرانيستله:

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال دکمپيوټر په اړه ځوانکيانوته داسې مالومات ورکول.

"کمپيوټر يوه الکترونيکي وسيله ده، چې په برېښناباندې کارکوي او ډېرپېچلي فکري کارونه په کم وخت په دقيق ډول ترسره کوي.

لومړی ځل چينايانو دشمېرنې لپاره يو ماشين جوړکړ، چې چوټ يې باله، خو وروسته په(۱۶۴۲) پاسکال يوبل ماشين جوړ کړ.

دې ماشين دجمع، تفريق، ضرب او تقسيم عمليې ترسره کولې، چې دکمپيوټر ابتدايي بڼه يې ګڼلی شو.

د( ١٩٣٦ – ١٩٣٨) کلونو تر منځ يوه جرمني پوه (کونراد تسوز) د Z1 په نوم لومړنی کمپيوټر جوړ کړ، چې د ٦٤ کليمو د ساتلوحافظه يې لرله.

لومړنی کمپيوټر
په(۱۶۴۲) کال کې پاسکال يوداسې ماشين جوړ کړ، چې دجمع، تفريق، ضرب او تقسيم عمليې ترسره کولې .

په ١٩٤٤ ميلادي کال کې په امريکا کې پوهانو د کمپيوټر يو داسې ماشين جوړ کړ چې پنځه ټنه وزن يې درلود.

په وروستيو څو کالونوکې بيلابيلو هيوادونو په کمپيوټر باندې کار وکړ او راز، راز کمپيوټرونه يې جوړ او بازارته يې وړاندې کړل."

ملي هيندارهيوه ماڼۍ اوزر
دريڅې: ملي هينداره
مهارانتيوه ماڼۍ او زردريڅې
کوچنی لامبوزن
بغلانيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د بغلان ولايت
د ورېښموچينجیيوه ما ڼۍ او زر دريڅې
ورېښم
 دبادام ګټېيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دبادام ګټې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>