|
يوه ماڼۍ اوزردريڅې: ورځپاڼه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مجيد اونازيه د لالوماماسره دماڼۍ دالېزوته وردننه شول، او هلته يې دمېزپر سره ځيني کاغذونه وليدل، چې لالوماماهغه ورځپاڼې وګڼلې. له دې ځايه واورئ! نازيې له لالوماما نه د ورځپاڼې په هکله وپوښتل، لالوماما دهغوی دمالوماتو لپاره لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانوته د ورځپاڼې په اړه داسې مالومات ورکول: ورځپاڼه هغه ليكنيزه خپرونه ده، چې هره ورځ تازه خبرونه، بېلابېل ديني، سياسي، ټولنيز، ادبي او نورمصالب، تصويرونه او کارتونونه چاپوي. ورځپاڼې د شكل او محتوا له نظره توپير سره لري، چې يو شمېر يې رنګه او ځينې يې بيا په توره اوسپينه بڼه چاپيږي. هره ورځپاڼه د اړوندې ادارې ټاکلې نشراتي پاليسي لري، چې دهغې په پام کې نيولو سره خپريږي. ورځپاڼه هم د راډيو او تلويزيون په څېر په هره سيمه كې خبريالان لري، چې مرکې، تازه خبرونه او راپورونه ورته راټولوي.
دا مطالت د مسوول مدير يا هم دليکنې ډلې ترکتنې وروسته غوره اوبيا په ورځپاڼه کې خپريږي. دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه، لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې ليدو ته ور وبلل. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||