|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: جهان پهلوان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اجمل او ناديې په دالېزونو کې لاندې شعروليد: زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نستهپه هند و سند په تخار او په کابل نسته-بل په زابل نسته-له ما اتل نسته.... اجمل دماڼۍ له شهزاده نه ددې شعر دويونکي په اړه وپوښتل. شهزاده هغه دپښتوژبې دلومړني شاعر ، اميرکروړوباله او لاندې دريڅه يې پرانيستله: دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانوته دامېرکروړ په هکله داسې مالومات ورکول: "ميرکروړ داميرپولاد سوري زوی په (۱۳۹) هجري قمري کې دغور په مندېش کې امېر شو. هغه دخپل مټ په زور ډېرې سيمې ونيولې او داسې غښتلې پهلوان و، چې له سلوتنو جنګياليو سره يوازې جنګېده، چې له دې کبله يې کروړ(غښتلی) باله. اميرکروړ ډېر عادل ،مهربانه او دټينګې ارادې څښتن و. له خپلو خلکو سره يې ديوه خدمتګار مشر په توګه چلند کاوه. په شعرونو کې يې سوچه پښتو کلمی کارولې دي.امير کروړ دعباسيانو په پلوۍ له بني اُميه ووسره ډيرې جګړې وکړې. په دې جګړو کې يې زياتې برياوې په برخه شوې، چې ددې سوبو په وياړ يې ترانې ويلې، چې وياړنې يې بولې.
يوه له دې يې "زه يم زمری پردې نړۍ ترمااتل نسته..." وياړنه ده، چې دتاريخي سندونوله مخې دپښتولومړنی شعر ګڼل کيږي. دده دشعر له پوخوالي څرګنديږي، چې ترده مخکې هم شاعران تېرشوي دي. امير کروړ په ١٥٤ هق کال دپوشنګ په جګړوکې ومړ. دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. لالو ماما دخپلو مېلمنو پاملرنه ديوې بلې دريڅې ليدوته ور واړوله. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||