 | | | لمرته لوبې کول دسر ګرځېدنې، زړه بدوالی او جل وهلو لامل هم کيدای شي. |
محمود او فهيمې لوبې کولې ، چې بنجاري راورسېداو تر روغبړ وروسته يې له خورجينې يو جادويي ساعت ماشومانوته راووېست. ساعت له ماشومانو وپوښتل، چې دده پرمخ څوشمېرې ويني، ماشومانوهغه (۱۲) وښودې.محمودترې دهغه دستنو په هکله وپوښتل. ساعت وويل، چې کوچنۍ ستن يې ساعت ګر، دويمه يې دقيقه ګر او ترټولو غټې ستنې ته يې ثانيه ګر وايي. ساعت وويل، چې دسترې ستنې له پوره څرخېدنې يانې له يوه (۱۲) نه تربل (۱۲) پورې (۶۰) ثانيې يايوه دقيقه کيږي. دمنځنۍ ستنې يوه دوره بيا (۶۰) دقيقې يايو ساعت کيږي، چې په کوچنۍ ستنه ښودل کيږي. بنجاري له ماشومانو وغوښتل، چې دساعت په هکله ترلاسه شوي مالومات له خپلو نورو انډيوالانوسره هم شريک کړي او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. بله کوڅه: ميوند غوښتل، چې په لمرکې لوبې وکړي، خو هما د ونوسيوری مناسب ګاڼه، چې پدې مهال بنجاري راغی اوتر روغبړ وروسته يې دهغوی دشخړې وپوښتل. هماپه لمر کې دميوند دګرځېدا وويل او زياته يې کړه، چې دې يوځل په لمر کې لوبې کولې، چې پزه يې وينه شوه او ژر، ژر ستړې کېدله هم.  | | | دساعت کوچنۍ ستن ساعت ګر، دويمه يې دقيقه ګر او ترټولو غټې ستن يې ثانيه ګر دی. |
بنجاري دهما خبرې تاييد او په لمر کې ګرځېدل يې له دې سربېره د سر څرخۍ، زړه بدوالي او جل وهلو لامل هم وباله. ميونددبنجاري په خبرو باور وکړ، ژمنه يې وکړه ، چې تردې وروسته به په لمر کې لوبې نه کوي او بنجاري بلې کوڅې ته ولاړ. |