محمد انور اندړ دافغانستان دتعليمي موسسې له خپرونوڅخه |  |
 | | | مکتب ته يم روان – خوشاله او خندان، تعليم دی زما حق – پرې جوړ به کړمه ځان.... |
نسيمې رحيم ته ويل، چې پلار يې بل کال په مکتب کې شاملوي، خو رحيم ويل ، چې دنجونو يې له تعليم سره څه، چې پدې مهال بنجاري راغی او له هغوی سره يې روغبړ وکړ. سوی، چې له بنجاري سره راغلی و، وويل، چې تعليم کول دټولو حق دی او لاندې ترانه يې له هغوی سره په ګډه وويله: مکتب ته يم روان – خوشاله او خندان، تعليم دی زما حق – پرې جوړ به کړمه ځان معلم راکوي درس- دی ډېر دی مهربان.... بنجاري هم ترانه ډېره خوښه او ماشومانوته يې يو، يو دانه قلم سوغات ورکړ او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. بله کوڅه: عمر عايشې ته مڼه ورکړه، بنجار راوسيد، تر روغبړ وروسته دواړوله بنجاري وغوښتل، چې مڼې ورسره وخوري. بنجاري ترې وپوښتل، چې مڼې يې مينځلي که نه. عمر دوی وويل، چې نه يې دي مينځلي، خوخاورې دوړې پرې نشته .  | | | له پوستکي سره خوړونکې تازه مېوه دې ترخوړلو مخکې په مالګينو اوبو ومينځل شي. |
بنجاري ورته لارښوونه کړه، چې ټولې هغه مېوې، چې له پوستکي سره خوړل کيږي، بايدتر خوړلو مخکې په مالګينواوبوکې کېښودل شي. وروسته له څودقيقودې هغه په پاکو اوبو وميځل شي او بيادې وخوړل شي، څو انسان په بېلابېلو ناروغيواخته نشي. |