BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:00 گرينويچ 2011 ,01 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: استاد اولمير

استاد اولمير
استاداولميرته په (1350 ) کال کې داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا داستادۍ درجه ورکړل شوه.
فيصل او نسيمه دماڼۍ په انګړکې لالوماماته انتظاروو، خوهغه ناوخته راغی اوويل يې، چې په تلوېزيون کې يې داستاد اولميرسندره اورېدله.

دماڼۍ دداليزونو تر ننوتلو وروسته ماشومانوله لالونه داستاد اولميرپه هکله دمالوماتو غوښتنه وکړه، چې هغه ورته لاندې دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانوته داستاد اولميردژوندپه اړه مالومات ورکول.

خبريال وويل: .

"استاد اولمير د سيد احمد خان زوی ، په (1312) کال کې د پېښور په نوتيه کې زېږېدلی او تر يوولسم ټولګي پورې ېې زده کړې کړيدي.

په لس کلنۍ کې له مشهور هنرمند استاد جعفرخان سره شاګرد شو.وروسته استاد اولمير يوشمېرسندرې دپېښورپه راډيوکې هم ثبت او خپرې کړې.

کله چې افغان ملي شاعر ملنګ جان په کابل راډيوکې دپښتوموسيقۍ مسوول و، استاداولمير هم کابل ته راغی.

استاد اولمير
داستاد اولميريو شمېرسندرې دپېښورپه راډيوکې هم ثبت او خپرې شوېدي.

استاد اولميردخپل کارپه موده کې زيات شمېرشاګردان وروزل، چې طلامحمد، نعت الله او سيدعلم يې هم له شاګردانوڅخه دي.

استاداولمير د (250) په شاوخواکې سندرې ثبت کړي او په (1350 ) کال کې داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا داستادۍ په درجې ووياړل شو.

استاد د ژوندترپايه واده ونکړ، چې په پای کې د( 1361) کال دثور دمياشتې په ( 14مه) نېټه ومړ." دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه.

بازګل بدخشييوه ماڼۍ او زر دريڅې
بازګل بدخشی
ملتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ملت
دنړۍ ترټولو وړه پيشۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولو وړه پيشۍ
يوه ماڼۍ او زردريڅېيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مېرمن نېکبخته
کابل ژوبڼيوه ماڼۍ او زر دريڅې
کابل ژوبڼ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>