 | | | ملت هغه جغرافيايي اوسياسي ټولنه ته ده، چې اوسېدونکي يې ديوه بيرغ لاندې ګډ ژوند لري. |
کبير او فاطمې دچاپيريال په اړه ددريڅې ترتړلو وروسته دپاک چاپېريال ستاينه وکړه. لالوماما دهغوی دخبروپه تاييد افغانستان دټولوشريک ملت ياد کړ، چې په ساتنه اوپالنه کې يې بايد ونډه واخلو. ماشومانودملت په اړه له لالوماماڅخه دمالوماتوغوښتنه وکړه. هغه ورته لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال څوتنوځوانکيانوته دملت په اړه مالومات ورکول او ملت يې يوه عربي کلمه وګڼله. خبريال وويل، چې ملت يوې داسې جغرافيايي اوسياسي ټولنې ته ويل کيږي، چې اوسېدونکي يې ديوه بيرغ لاندې ګډ ژوند ولري.  | | | په ملت کې ټول وګړي ديوه اساسي قانون او واحد دولت تابع ، ګټې او زيانو نه يې شريک وي. |
هغوی ټول ديوه اساسي قانون او واحد دولت تابع ، ګټې، زيانونه، او ارزښتونه يې هم سره شريک وی. دملت په جوړونه کې ټولنيزه همغږي او اقتصادي وده ډېر اړين عناصر ګڼل کيږي. دخبريال په خبرودريڅه هم و تړل شوه، لالوماماخپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې لېدوته وروبلل. |