 | | | دتوکواوپيسوسپماکول په سختو ورځوکې دانسان سره دمرستې لامل کيږي. |
نجيبې دماڼۍ په انګړ کې کريم ته دخپلې خورلڼې، نجيبې دلاسي ګنډونواوترپلورلو وروسته دپيسودپاسرې(سپما) وويل. کريم ترې دپاسرې په هکله وپوښتل، چې پدې مهال لالوماما راورسېد اوميلمانه يې دماڼۍ دالېزونوته بوتلل. کريم دپاسرې خبره له لا لوماما سره شريکه کړه. هغه ا پاسره دتوکو او پيسوسپماوبلله اوپدې اړه يې لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دجميلې مور، چې نوې له مهاجرت نه راستنه شوې، دخپل خاوند له بې روزګارۍ اوپه کورکې دخوراکي شيانوله نشتوالي سر ټکاوه. پدې مهال جميله ولاړه اويوه اندازه بوره يې خپلې مور او يوموټی نغدې پيسې يې پلارته ورکړې، چې دکور سوداپرې راوړي. دجميلې مور په حيرانتيا ترې دبورې اوپيسووپوښتل. جميلې وويل، چې دمهاجرت په موده کې يې دکور له هر راز خوراکي توکولږ،لږپاسره کوله. ددې ترڅنګ هغې دخپل ورور او خپل جېب خرڅ نه يوڅه پيسې سپما کولې، چې دادی نن يې ورته اړتيا پيدا کړه.  | | | جميلې په مهاجرت له خوراکي توکو او دخپل جېب خرڅ له پيسولږ،لږ پاسره کول. |
دجميلې پلار دهغې احساس وستايه او خوښي يې څرګنده کړه، چې له زياتوستونزو وژغورل شول. کله چې دريڅه وتړل شوه، نجيبې او کريم هم ژمنه وکړه، چې وروسته تردې پاسره په پام کې نيسي. لالوماما هغوی ديوې بلې دريڅې ليدو ته ور وبلل. |