 | | | په خوړوکې له زعفران نه کار اخيستل، دانسان په بدن کې دخوشالۍ احساس راپاروي. |
حميد اونازنين ماڼۍ په انګړ کې له لالوماما سره پداسې حال کې مخ شول، چې دلالو په لاس کې يوښکلی ګل هم و. ماشومانوترې دګل په اړه وپوښتل، لالو هغه د زعفران ګل وباله اوپه ګډه دماڼۍ دالېزو ته دننه شول. حميدترې دزعفران دګل دکارونې اوګټوپه په اړه وپوښتل. لالو دهغوی دمالوماتولپاره لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال وويل، چې زعفران سوراو نارنجي رنګ لري او لوړ والی يې له (١٠-٣٠) سانتي مترو پورې رسيږي. زعفران هضم آسان، اعصاب آرام، بې خوبي تنظيم، ټوخی ښه او دغاښونو دردښه تسکينوي. ددې ترڅنک ځيګراو بډوډي تصفيه کوي او په خوړوکې له زعفران نه کار اخيستل، دانسان په بدن کې دخوشالۍ احساس راپاروي.  | | | زعفران هضم آسان، اعصاب آرام، بې خوبي تنظيم او ټوخی ښه کوي. |
همدا راز دچای په بڼه دزعفران کارول له رګونونه کولسترول پاک، دوينې لوړفشار کنټرول اودمعدې سوی تسکينوي. د خبريال د خبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. |